لغمان: د طالبانو نفوذي بریدګر ۱۳ امریکایان وژلي دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ تله ۳۰ فرید افغان)

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې د سیلاب قول اردو په مرکز کې دننه د دوی یو تن نفوذي بریدګر چې د افغان ځواکونو په لیکو کې یې دنده ترسره کوله، نن غرمه په امریکایي ځواکونو مرګونی برید ترسره کړی دی.
د خبرپاڼې تر مخه چې یاد برید د لغمان ولایت د قرغیي ولسوالۍ اړوند د ګمبیري سیمه کې په امریکایي افسرانو ترسره شوی.
طالبان وایي ؛ د دوی معلومات ښیي چې په دې برید کې ۱۳ تنه امریکايي عسکر وژل شوي او ۲ تنه نور ټپيان دي.

د طالب ویاند په خبره؛ نوموړی بریدګر له برید وروسته د خپلو افغان ملګرو لخوا په شهادت رسیدلی دی.
طالبانو ویلي چې یاد نفوذي بریدګر د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ اوسیدونکی وو.
تر اوسه د ایساف ځواکونو د یاد برید په هکله جزیات ندي ورکړي.
د یادونې وړ ده چې د امریکایي ولسمشر د جګړییزې ستراتیژي له اعلان سره سم د هیواد په مختلفو برخو کې پر امریکایي او افغان ځواکونو بریدونه بې مخینې ډیر شوي چې ښایي علت یې د امریکایي او افغان ځواکونو هوایي بریدونه وي چې پدې وروستیو کې یې سلګونه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
هغه مهال ځینې امریکایي کارپوهانو خبر ورکړی و، چې ښایي افغان ولس د امریکا د هوایي بریدونو په هکله بې تفاوته پاتې نشي او ګومان کیده چې روانې بمبارۍ به ولسونه ملي پاڅون ته وهڅوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button