“عراق کې داعش مات شوی، د ايراني ځواکونو په ګډون ټول وسله وال دې ووځي”

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۱): د امريکا د بهرنيو چارو وزير ريکس ټېلرسن وايي، په عراق کې د داعش وسله والې ډلې ماتې خوړلې او د ايراني ځواکونو- سلاکارانو په شمول ټول وسله وال دې له دغه هېواده ووځي.
نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ د سعودي عربستان په پلازمينه ریاض کې د يوه خبري غونډې پر مهال وکړې او زياته يې کړه: چې “په عراق کې د ایران جنګیالیو ته ستنېدل پکار دي، پر دې سربېره د نورو هېوادونو وسلوالو ته – چې په عراق کې دي- ستنېدل پکار دي او پرېږدي چې عراقيان د خپل هېواد کنترول په خپل لاس کې واخلي”.
د ټېلرسن په وينا، دې کار سره په عراق کې د ايران د بې کاره نفوذ مخنيوی کېدلی شي.
رېکس ټېلرسن تېره ورځ په شپږورځني سفر سعودي عربستان ته ولاړ او ويل کېدل چې هلته به عراقي او سعودي چارواکو سره په عراق کې د ايران د زياتېدونکي نفوذ په اړه خبرې او مشورې وکړي.
هغه د ایران سپاه پاسداران ډله تورنه کړه چې په سيمه کې يې بې ثباتي رامنځته کړې او له اروپايي هېوادونو يې وغوښتل چې ټولې تجارتي اړيکې ورسره ختمې کړي او د ايران پرضد د امريکا له بنديزونو ملاتړ وکړي.
د ايران سپاه پاسداران ډله د روانې میاشتې په لومړیو کې د امریکا په تور لیسټ کې شامله شوه.
يوه امريکايي چارواکي ويلي،ټېلرسن غواړي هغه شيعه مليشې چې د داعش پرضد يې جګړه کړې يا له عراقي پوځ سره يوځای شي او يا خپل ملاتړي هېواد ايران ته ستنې شي.
تر دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له فاکس نیوز سره مرکه کې ویلي و، چې له ایران سره د مقابلې لپاره اروپایانو ته اړتیا نه لري.



