د ټاکنو د خپلواک کمېسیون پنځه غړي له دندې گوښه شول

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۱):د ټاکنو د خپلواک کمېسیون اعلان کړی، چې پنځه غړي یې له دندې گوښه کړي دي.

د دغه کمېسیون په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشاء مسلکي مرستیال، د تحلیل او بر رسۍ رییس، د بشري سرچینو ریییس، د اړیکو او اسنادو مدیر او یو بل تن یې له دندې گوښه کړي دي.

د یاد کمېسیون په خبرپاڼه کې راغلي، پنځه گوښه شوي کارکوونکي یې د ټاکنو د قانون د ۳۳مې مادې پر بنسټ گوښه کړي دي.

خو د ازادو ټولټاکنو د دفتر مشر وايي، ټول گوښه شوي کارکوونکي د شخصي او سیلقوي چلند له مخې لرې شوي دي.

د ټولټاکنو د خپلواک کمېسیون کې وروستۍ گوښه کوونې داسې مهال کېږي، چې ټاکل شوې ده سږکال د ولسي جرگې ټاکنې ترسره شي.

د ولسي جرگې پنځه کلنه موده له تېر یو کال راهیسې پوره شوې ده؛ خو  د گډ حکومت د لومړي مشر اشرف غني په حکم تراوسه پر خپل ځای پاتې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button