نايجيريا کې درې سرتيرو بریدونو مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۱): د ورکړل شويو راپورونو پر بنسټ د نايجريا په بورتون ولايت کې د درې پرلپسې سرتيرو بريدونو درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د دغه ولايت امنيتي مسئولين وايي، په درېواړو چاودنو کې ۱۳ تنه وژل شوي او ۱۸ تنه نور ټپيان دي.

د چارواکو په وينا، يوه چاودنه د مايدوګوري په ښار کې شوې او دوه نورې چاودنې په مونادالتي ښار کې شوي دي.

تر اوسه د دغو بريدونو مسئوليت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.

خو تر دې وړاندې په نايجيريا کې د ځينو بريدونو او چاودنو پړې د بوکوحرام په نوم وسله والو ډلې منلي دي.

بوکو حرام يوه اسلامي ډله ده، چې په ۲۰۰۰ ميلادي کال کې په نايجريا کې وسله وال فعاليت پيل کړی، چې تر دې دمه د هغوی د بريدونو په ترڅ کې سلګونه حکومتي کسان وژل شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button