درې پوستې طالبانو نيولي- سرپل کې سخته جګړه روانه ده
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۱): وسله والو طالبانو په غزني او سرپل کې درې پوستې نيولي او اوس مهال په سنچارک ولسوالۍ کې په دولتي ځواکونو جګړه روانه ده.
طالبانو رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې د غزني مرکز مربوط د “کابلودامان” سيمه کې يې له دولتي ځواکونو يوه پوسته نيولې، چې په ترڅ کې يې شپږ پوليس وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دوی وسله والو ته په دغه برید کې درې ميله وسلې او يوه اندازه مهمات هم لاسته ورغلي دي.
د غزني د پوليسو مشر قومندان محمد زمان، د طالبانو بريدونه تائيد کړي او ويلي يې دي په دغه بريد کې څلور پوليس وژل شوي او طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو طالبان خپل لوري ته د مرګ ژوبلې اوښتو ادعا نه مني.
له بله پلوه د سرپل ولايت څخه د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ د نښتو راپورونه ورکول شوي دي.
طالبان وايي، نن سهار يې د “تفه خواجه” په سيمه کې دوه پوستې نيولي او عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې او د هغوی وسلې او نور پوځي توکي هم نيول شوي دي.
يوې امنیتي سرچينې د طالبانو له خوا د دغه بريدونو د تائيد ترڅنګ ويلي، چې دمګړۍ د دواړو غاړو تر منځ درنه جګړه روانه ده، ښايي نورې پوستې هم د طالبانو لاسته ورشي.
تر اوسه پورې په جګړه کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه دقيق معلومات نه دي ورکول شوي.



