تخار: د تحویل دار په کور کې د وسلو زیرمتون موندل شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لړم ۱ فرید افغان)
راپورونه وایي چې د تخار ولایت د یوه چارواکي په کور کې د لسګونو بیلابیل ډوله وسلو زیرمتون یا سلاکوټ کشف شوی چې د پولیسو لخوا ضبط او نیول شوي دي.
د دې ولایت د امنیې قوماندان ویاند خلیل اسیر رسنیو ته ویلي چې پولیسو وروسته تر هغه د بریالي په نامه د یو تحویلدار کور وپلټلو کله چې نوموړي په خپل یوه همکار په خپل کور کې ډزې وکړې او ځای پرځای یې وواژه.
د امنیې قوماندانۍ وایي چې د تحویلدار په کور کې یې سپکو او درنو وسلو په ګډون یو لړ نور مهمات هم په لاس ورغلي دي.
د امنیې قوماندان ویاند زیاته کړه چې؛ پهدې سلاکوټ کې ۲۳ میله کلاشینکوفه، ۱۶ میله توپانچې، ۱ میل پیکا، ۲ میله راکټه، ۲ عرادې رنجر موټرې، ۱ موټرسایکل، د ولسي جرګې د موټرو ۴ پلیټونه، د پولیسو د موټرو ۴ پلیټونه، ۴ پلیټونه د شخصي موټرو او همدارنګه بېلابېلې وسلې نیول شوېدي.
د ویاند په خبره؛ چې تحویلدار نیول شوی او ترې څیړنې روانې دي.
دا لمړی ځل ندی چې دولتي چارواکي د دولتي وسایطو په چور تالان تورنیږي، بلکې تر وړاندې هم په ځلونو ورته پیښې تکرار شوې دي .
د سیګار د یوه خپاره شوي راپور تر مخه ویل شوي چې، د افغان ځواکونو لسګونه زره میله وسلې او مهمات د زورواکو کړیو او آن د وسلوالو مخالفینو لاس ته هم رسیدلې چې د سیګار په خبره؛ اوس ورته امریکایي حساب ورکونکي هم د یادو وسلو کره شمیر نشي ښوودلی.
که له یوې خوا دولتي چارواکي د وسلو په غبن او پټولو کې دریغ نکوي نو له بل پلوه د افغان ځواکونو څخه په جګړییزو فعالیتونو کې هم روزانه لسګونه میله وسلې او مهمات د طالبانو لاسته لویږي.
د سیګار د راپور سره سم؛ په دفاع وزارت کې له قوماندانو نیولې بیا تر یو عادي عسکر پورې پراخ فساد د دې لامل شوی چې طالبان په خورا آسانه توګه د دولتي ځواکونو نوې او قوي وسلې تر لاسه کړي.



