زما مينه له منصور صاحب سره د الله لپاره ده!

کابل ټکی کام ۰۵لېندۍ/۱۳۹۴، لیکنه: بدرالافکار
د يو مسلمان مينه له بل مسلمان سره خورا ارزښتمنه ده ، خو هغه مهال چې دغه مينه د الله د رضا لپاره وي ، د دغې مينې اظهار هم ثواب لري ، دغه اظهار بايد د مدني جانان په مسنونه کلماتو وي :

اني احبک فی الله !

منصور صاحب ! ته زما مسلمان ورور يې ، ته زما امير يې ، زه تاته له تاسره د خپل محبت اظهار کوم : اني احبک فی الله !

بله کومه ذريعه نلرم چې تاته پرې ورسيږم

تاته مخامخ ووايم

د هوا څپې مې پيدا کړې چې د انسانانو تر منځ پيغامونه رسوي !

له چاپلوسي نه درته وايم

کومه مادي طمعه نه درته لرم

د الله لپاره وايم

الله په زړونو ګواه دی

زموږ د نوي اميرالمؤمنين رقيبانو !

په الله سوګند زه رښتيا وايم

ستاسې ځورول مې هدف ندي

دا چې تاسې زما په خبرو ځوريږی ، زما ګناه نده

ما مه ملامتوئ

زه نه د منصور صاحب د قوم يم

نه يې د سمت

او نه يې د کلي

خو ماته منصور ريښتونی منصور ښکاري

منصور صاحب زما آرمان د بري په لور تر دې پړاوه را بدرګه کړ

د ارتقاء تر مدارجو يې خيږولی

زما له آرمان سره يې وفا کړې

زما آرمان يوازې زما آرمان ندی

زما آرمان د مليونونو شهيدانو

مليونونو معيوبينو

مليونونو بورو ، کونډو ، ورارو

او مليونونو يتيمانو آرمان دی

زما آرمان د هغو لکونو طالبانو آرمان دی چې کتابونه يې قات

حجرې يې بندې

او په تش لاس يې له ظالم او کافر سره د معرکې ډګر ته دانګلي

زما آرمان د کيوبا او باګرام په قفسونو

د څرخي پله په زندان او د نړۍ په لر او بر کې د نورو زندانونو د مظلومو زندانيانو آه ده !

منصور صاحب تير شپږ کاله زموږ مسلمانانو د ګډ کور څوکيداري وکړه

زموږ حصار يې پياوړی وساته

زموږ کلا يې غليم ته پرينښودله

زموږ کور

زموږ حصار

زموږ کلا

زموږ امارت اسلامي افغانستان

منصور صاحب د نړۍ سترو شيطانانو ته ټکان ورکړ

داسې ټکان چې د شرابو پيالې يې د کړنګولو پر ځای په ځمکه ترې وغورځولې

دا ټکان د مرحوم اميرالمؤمنين د وفات د خبر د پټ ساتلو له امله ؤ

دا ټکان په ځان باندې د امارت د خورو ورو لښکرو د راټولولو له امله ؤ

دا ټکان د سترو سوبو او سترو برياؤ د ګټلو لپاره ؤ

زموږ ګران اميره !

زموږ د ګران امير سرسپارليو سپاهيانو !

د چا په ښکنځلو

د چا په بد ويلو مه پريشانه کيږئ

څومره چې د مکې د مشرکينو ژبې اوږدېدلې

هومره د رسول الله صلی الله عليه وسلم پلويان زياتيدل

له هر چاسره به تلوسه وه چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په اړه معلومات وکړي او يا يې په ملاقات مشرف شي

الله جل جلاله مؤمنان په خپل حال نه پريږدي

په مؤمنانو امتحانونه د دې لپاره وي چې خبيثان له طیبانو جلا شي

ان شاءالله د نفاق دا اوږدې ژبې به لار ورکو ته د غاړې طوق وګرځي.

له ګردنونو نه به يې د مار په څېر را تاو شي

او د مرګ وروستی ټک به ورکوي

يا به يې د رسوایی تر سجينه رسوي

ان شاءالله

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button