د ولسي جرګې غړي: حکومت پر ډيورنډ کرښې پاکستان سره معامله کړې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۸): د ولسي جرګې يو شمير غړو د جرګې په ننۍ ناسته کې په حکومت تور پورې کړ، چې د ډيورنډ کرښې پر سر يې له پاکستان سره معامله کړې ده.

د دغې جرګې غړي لالي حميدزي وويل، چې حکومت د ډيورنډ پر کرښه له پاکستان سره معامله کړې، ځکه د اغزن تار لګولو پر وړاندې غبرګون نه ښکاروي.

د ولسي جرګې يوه بل غړي ظاهر قدير هم ورته څرګندونې وکړې او زياته يې کړه چې حکومت په لندن کې د ډيورنډ پر سر معامله کړې ده، هغه وويل چې په راتلونکې کې به ولسي جرګې ته د هغو کسانو نومونه په ډاګه کړي، چې د ډيورنډ پر کرښه يې له پاکستان سره معامله کړې ده.

د جرګې غړو له حکومته غوښتنه وکړه چې پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار لګولو په اړه دې خپل دريځ روښانه کړي.

د پاکستان د حکومت له لوري له تېر يو کال راهيسې پر دغه کرښه د اغزن سيم لګولو کار روان دی او ژر ده چې بشپړ شي.

په عين حال کې د دواړو غاړو قومي مشرانو هم پر دغه کرښه د اغزن سيم پر لګولو توندې څرګندونې کړي او ويلي يې دي، چې دا کرښې دواړه لوري پښتانه سره نه شي بېلولی.

په خوست کې وزيرستاني او د دغه ولايت قومي مشران وايي، پاکستان پر کرښه د نړيوالو اصولو خلاف کار پيل کړی او غواړي چې په دې سره د دواړو غاړو پراته قومونه بيل کړي، خو په وينا يې چې پاکستان به هيڅکله په دغه کار سره بريالی نه شي.

د پاکستان او افغانستان تر منځ پرته ډيورنډ کرښه شاوخوا ۲۴۰۰ کيلومتره اوږدوالی لري او په افغانستان کې تر اوسه يوحکومت هم د پاکستان سره د رسمي پولې په توګه نه ده منلې.

په کابل کې د پاکستان سفير زاهد نصرالله خان تېره ورځ يوې غونډې ته په خپله وينا کې وويل، چې ډيورنډ کرښه افغانستان د رسمي پولې په توګه نه مني، خو د يوې کرښې په توګه يې منلې او پاکستان د دې لپاره خپل لوري ته اغزن تار غځوي، چې د قاچاقبرانو او وسله والو د تګ راتګ مخه ونيول شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button