جنوبي وزيرستان: ماين چاودنه کې دوه پاکستاني پوځيان وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۸): د پاکستاني رسنيو د راپور پربنسټ د خيبرپښتونخوا ايالت په جنوبي وزيرستان کې ماين چاودنه شوې، چې له کبله يې دوو پاکستاني پوځيانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د سيمه ييزو امنيتي چارواکو له قوله ويل شوي، چاودنه نن سهار د جنوبي وزيرستان په ګرګرۍ سيمه کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې امنيتي ځواکونه د يوې چينې څخه د اوبو راوړلو لپاره وتلي و.
د سرچينې په وينا، په پېښه کې يو تن پوځي وژل شوی او يوبل سخت ټپي دی.
خبر زياتوي، له يادې چاودنې وروسته په سيمه کې د نورو امنيتي ځواکونو له لوري د پلټنې عمليات پيل شوي، خو تر اوسه د پېښې سره د تړاو په تور د چا د نيولو راپور نه دی ورکړل شوی.
وخت ناوخت په پاکستاني امنیتي ځواکونو د تحريک طالبان پاکستان او داعش وسله والې ډلې له لوري بمي چاودنې او وسله وال بريدونه کېږي، خو تر دې دمه د دغه چاودنې مسئوليت کومې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.



