روزګان کې طالبانو درې پوستې او يو مرکز نيولی- ۱۳ عسکر وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۸): وسله والو طالبانو د روزګان ولايت په بېلابېلو سيمو کې په دولتي پوستو بريدونه کړي او وايي چې درې پوستې او يو مرکز يې نيولي دي.
د طالبانو له لوري رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دوی پلويانو تېره شپه د روزګان د چنارتو ولسوالۍ اړوند د سياه خار په مرکز او امنيتي پوستو بريدونه وکړل، چې په پايله کې يې ياد مرکز او دوه پوستې د دوی لاسته ولوېدلې.
طالبان وايي، په دغه جګړه کې عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې خو د دقيقو شميرو په اړه يې معلومات نه لري، دوی وايي چې له لږې جګړې وروسته ټول عسکر وتښتېدل، ډیری مهمات د دوی لاسته ورغلي، او اوس مهال د رودناوې په سيمه کې سخته جګړه روانه ده.
دغه راز طالبانو ويلي، چې د دغه ولايت په دهراود ولسوالۍ کې د چتو د پله په قرارګاه او پوستو بريدونه کړي، چې په پايله کې يې دوه پوستې نيولي، ۱۳ تنه عسکر وژل شوي او لس نور ټپيان دي.
يوې سيمه ييزې امنيتي سرچينې په دهراود کې د طالبانو بريدونه تائيد کړي او زياتوي چې په جګړه کې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سرچينې په وينا، ټپي شوي پوليس د رزوګان روغتون ته وړل شوي دي.
طالبان وايي،په دغه جګړه کې د دوی دوه تنه وسله وال طالبان هم ټپيان شوي دي.



