ليکوال: هِــبّة الله مُــنتقِـم
دلته امریکایانوچې هروخت دخپلوعسکرومرګ ژوبله لیدلې نوغچ یې له ملکي وګړوڅخه اخیستۍ دلوګرپه خروارولسوالۍ کې چې دچاپې پرمهال امریکایي ستره چورلکه دطالبانوله لوري وویشتل شوه چې ۴۳ امریکایي اوداخلي عسکرپکې ووژل شول همغه وه چې امریکایانواودکابل مزدورې ادارې دخپلووژل شویوفوځیانوانتقام په خوست کې دیوې دیني مدرسې له طالبعلمانوڅخه واخیست اوپه ډیرظلم اووحشت سره یې ۱۶ طالبان اویواستادپه شهادت ورساوه اوڅوتنه یې سخت ټپیان کړل له دې وحشت وروسته یې دکلي عام خلک له ځانه سره ویوړل اوبندیان یې کړل
نووایم سقوط یوطیاره شوه یتیمه مدرسه شوه دمدرسې ګلالي طالبان په سرووینوکې رنګین شول طالب مجبوردئ چې ګاونډي هیوادکې دیني زده کړې وکړي پخپل وطن کې یې ژوندله خطرسره مخ دئ بې ګناه زندان ته اچول کیږي نه یې بل هیوادکې دیني زده کړوته په آرام پریږي نه یې خپل هیوادکې آرام پریږدي
ددې پوښتنه بایدافغان مجاهدولس دامریکایانواودکابل له مزدورې ادارې څخه وکړي متاسّفنه دلته که کلي بمبارشي که مدرسه بمبارشي نواکثره افغانانوته یوعادي خبره ښکاري خوکه دپوهنتون کوم محصل پخپله ددښمن لخواهم ووژل شي بیایوشورګډشي هرڅوک طالب ته ګوته نیسي تلویزونونوکې هم پرې بحثونه کیږي اووایي چې طالب زمونږپوه خلک راوژني طالب دتعلیم دښمن دئ که طالب دمکتب دښمن وي نودطالبانوترواک لاندې سیموکې سلګونه مکتبونه دي ولې دهغوی ترواک لاندې سیموکې ښوونځي نه نړول کیږي ولې کوم محصل نه وژل کیږي دطالب ترواک لاندې سیموکې چې کوم مکتبونه دي زده کوونکي یې په آزادانه توګه خپل درسونه وایي ائ ویده افغانه وروره دیني عالم که په شهادت رسیږي دهغه غم کې نه یې زمونږهیوادپه دیني عالمانوطالبانواوپه دیني مدارسوښکلۍ دۍ همدوئ سره دهیواداودوطن غم دئ اصلاًهمداپوه خلک دي دیني مدارس دتورتم په مقابل کې رڼایي ده تیارې وژني نن دجهادغږهمدې دیني علماؤوله مدارسوڅخه خپورکړۍ همدوئ دصلیبي یرغلګروپه مقابل کې بې شمیره قربانۍ ورکړې که یوڅوک دپوهنتون محصل سره دیودیني عالم دینې زدکړې نه زیاته مینه لري دابه ستره بې ایماني اوبې انصافي وي همداامریکاده چې نه ستادپوهنتون محصلین پریږدي نه دې مکاتب پریږدي نه دیني مدارس پریږدي په کندزکې امریکایانوښوونځۍ بمبارکړهمداسې یې نوروولایتونوکې هم بمبارکړل حتی ډیری ولایتونوکې دکابل دمزدورې ادارې عسکردمکتبونوڅخه دپوستې په توګه استفاده کوي زده کوونکي کې یې دې ته اړکړي ترڅوپرکورکیني دمکتبونوسره یې پوستې جوړې کړي هلکان اوانجونې زورول کیږي تیروورځوکې هرات کې هم مظاهرې وشوې اوویل یې چې ښځینه زده کوونکې داستادانوله لوري زورول کیږي دتعلیم دښمن دپوهنتون مکتب مدرسې اودمسلمان دښمن امریکااودهغوئ ګوډاګیان دي
بایدټول افغانان یوبل ته دورورۍ لاس ورکړوددې یرغلګرواودهغوئ دغلامانوددې پلیت نظام پرمقابل کې پاڅون وکړوکنه هره ورځ به په یواوپه بل نوم داشغالګروله لوري وژل کیږواوزورول کېږوبه دین سره سکروټه شوامریکایانوڅوکاله وړاندې باګرام کې قرآن کریم وسیزه لوګراونوروولایتونوکې یې هم دقرآن کریم توهین وکړبیایې اوس پدې تیروورځوکې په سپي باندې زمونږسپیڅلې کلمه لیکلې وه اوهغه عکسونه یې دطیاروله لارې غورځول ددې سترظلم پرخلاف که هرچاغږپورته کړهغه په پنجابي نومول کیږي دلته حق خبره دپنجاب په نوم خلک پیژني دلته طالب په پنجابي یادیږي خپل افغان دخپل کلي مجاهدته پنجابۍ وايي ګناه یې داده جرم یې دادئ چې داسلام سترخدمت کوي
دکابل دمزدورې ادارې عسکرتش په خوله چغې وهي چې مونږدوطن ساتونکي یومونږبه پنجاب نیسوبس تش دخولې ډزې دي ائ بعضې غولیدلوافغانانوزماهیوادکې چې کوم کوربمباریږي که په ودونوبمباري کیږي لکه تیروورځوکې چې کونړکې په واده بمباروشودکلمې توهین وشو اواوس په خوست کې دمدرسې طالبان شهیدان شول سوال مې دادئ چې آیادادپنجاب عسکرودابمبارۍ اوتوهین دکلمې وکړکه امریکایي اوداخلي ځواکونوپه خوست کې دمدرسې زده کوونکي دپنجاب عسکروله لوري شهیدان شول که دامریکایانواودملي اردوله لوري ولې په حق سترګې پټوۍ امریکازمونږهیواداشغال کړۍ ائ دامریکاغلامانوتاسوچې دپنجاب دنیولواراده لرۍ دې خپل هیوادسره څه کوئ داخوامریکایانونیولۍ تایې په مقابل کې څه وکړل ستادغه شعارچې مونږدوطن ساتونکي یواودامریکایانوسره ګډګرځې والله چې زه درباندې شرمیږم عجیبه دشمني دکفرسره لرې دکفرپه دفاع کې وژل کیږې ځانته شهیدهم وایې ځان دوطن ساتونکۍ هم ګڼې نه پوهیږم چې وطن له چانه ساتې تاخووطن سره سره خپل افغانان هم درپه درکړل
ان شاءالله ستاسواوستاسودبادارانودزوال وخت نیږدې دئ
نصرمن الله وفتح قریب
















