کرمه ايجنسي: د افغانستان- پاکستان تر منځ د “خرلاڅو” دروازه پرانيستل شوه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۹): د پاکستان په کرمه ايجنسۍ کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د خرلاڅو دروازه له ۱۵ ورځو وروسته پرانيستل شوه.
دغه دروزاه پنځلس ورځې مخکې په کرمه ايجنسۍ کې له بمي چاودنو وروسته د پاکستاني پوځ له لوري تړل شوې وه.
په خرلاڅۍ کې د اکتوبر پر ۱۵مه نیټه له يوې پوستې سره نېږدې درې پرلپسې چاودنې وشوې، چې له کبله يې د پاکستاني ځواکونو د یوه کپتان په ګډون څلور سرتېري ووژل شول او درې نور ټپيان شول.
په دغه لاره د پاکستان او افغانستان سوداګر خپل سوداګريز توکي لېږدوي.
په کورمه کې د پاڼه چنار د سوداګرو ټولنې مشر حاجي مصايب حسېن رسنیو د يادې لارې په پرانيستل کېدو خوښي څرګنده کړې، ځکه چې په وينا يې د خرلاڅو لارې په تړل کېدو سره يې کاروبار زيانمن شوی و.
ځايي اوسېدونکي وايي، چې د پاکستان- افغانستان د اړيکو له خرابېدو سره دغه لاره څو ځل تړل شوې چې ډيری زيان يې دواړو غاړو سوداګرو ته رسېږي.
نوموړي، د دواړو غاړو له حکومتونو غوښته وکړه چې داسې تګلاره رامنځته کړي چې سوداګريزې لارې ونه تړل شي.



