قزاقستان له افغانستان سره د همکارۍ ژمنه کړې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۹):د قزاقستان د دفاع او فضايي صنعت وزیر د گډ حکومت له اجراییوي مشر سره په لیدنه کې له افغانستان سره په ډېرو برخو کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.
له اجراییه ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې عبدالله عبدالله او د قزاقستان د دفاع او فضايي صنعت وزیر اتم کولوف له افغانستان سره د پوځي، فضايي انځور اخیستنې او سایبري امنیت په برخه کې د همکارۍ تړونونه به ډېر ژر لاسلیک کړي.
اتم کولوف ژمنه کړې، چې قزاقستان به د سوداگرۍ، پر انرژۍ د گډ کار، د اوسپنې د پټلۍ غځولو او جوړولو او امنیتي برخو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
قزاقستان د دفاع او فضايي صنعت وزیر له افغانستان سره د همکارۍ د هوکړې خبره داسې مهال کړې، چې په دې وروستیو کې قزاقستان د سولې په برخه کې هم ځینې گامونه اخیستي دي.
دوه میاشتې وړاندې په استانه کې د سولې اړوند ناسته وه؛ خو د گډ حکومت چارواکو له قزاقستان غوښتي وو، چې طالب مشرانو ته دې وېزې نه ورکوي او په دغه ناسته کې یوازې د افغان حکومت ځینو چارواکو گډون وکړ.
قزاقستان هر کال لسگونه ټنه غنم هم افغانستان ته صادروي.



