سیګار: افغان ځواکونو په تېرو ۸ مياشتو کې په ناټو عسکرو او خپلو ملګرو ۵۴ بريدونه کړي

راپورتاژ: الماس خدرخېل——– د افغانستان د بيارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش اداره سيګار وايي، چې د روان ميلادي کار له پيل راهيسې افغان ځواکونو په خپلو ملګرو او د ناټو پر عسکرو ۵۴ بريدونه کړي دي.
يادې ادارې په خپل تازه خپاره کړي راپور کې ويلي، چې د ۲۰۱۷م کال له اولې مياشتې بيا د اګست تر ۱۵ نېټې پورې د افغان پوځ په داخلي بريدونو کې ۹۷ افغان عسکر وژل شوي او ۵۰ نور ټپيان دي.
راپور زياتوي، په دغو بريدونو کې يواځې شپږ يې په بهرنيو ځواکونو شوي، چې له کبله يې درې تنه وژل شوي او لس تنه نور ټپيان دي.
سيګار د تېر کال په پرتله دغه تلفات کم ښي، دوی وايي سږکال د افغان پوځ په داخل کې ۴۸بريدونه شوي، چې د تېر ۲۰۱۶م کال په ټوله موده کې په افغان ځواکونو ۵۶ دغه ډول بريدونه ترسره شوي و، چې له کبله يې ۱۲۰ افغان سرتيري وژل شوي او ۷۰ تنه نور ټپیان دي.
د سيګار په راپور کې د تېر کال د افغان ځواکونو له لوري په بهرنيو پوځيانو د بريدونو شميره څلور ښودل شوې، خو د وژل شويو او ټپيانو په اړه يې څه نه دي ويلي.
سيګار وايي، د تېرکال په پرتله دا بریدونه ۲۲ فیصده په افغان او څلور فیصده په بهرنیو ځواکونو زیات شوي دي او که همداسې دوام ولري ښايي د ۲۰۱۶ ټول کال د داخلي بریدونو څخه یې هم شمېر زیات شي.
سيګار په داسې حال کې دا راپور خپروي، چې د تېرې اکتوبر مياشتې په ۲۲ نېټه يو افغان پوځي د لغمان ولايت په ګمبيري ډاګ سيمه کې په سيلاب قول اردو کې د ننه خپل ټوپک په امریکايي عسکرو ورتش کړ او ۱۳ تنه يې ووژل، ۲ نور يې ټپيان کړل.
طالبانو وويل، چې دغه بريد په افغان پوځ کې د دوی يو تن نفوذي مجاهد له لوري ترسره شوی دی.
ډیری وخت په افغان سرتيرو او بهرنيو ځواکونو د دغه ډول بريدونو مسئوليت وسله والو طالبان په غاړه اخلي.
دوی وايي، په افغان پوځ کې يې ډيری نفوذي کسان شته، چې وخت په وخت به په بهرنيو او افغان ځواکونو بريدونه وکړي.
سيګار د امريکا له لوري د افغانستان د بيارغونې لپاره د سرمفتش اداره ده، چې وخت ناوخت د افغانستان د پوځي او ملکي ادارو په اړه څېړنې او راپورونه خپروي.
که څه هم دغه اداره ځينې راپورونه تر يوې اندازې ريښتنې دي، خو ترډېره پکې د بهرنيو ځواکونو مرګ ژوبله او پر هغوی شوي بريدونه پټ ساتل کېږي.


