کندهار ښار: چريکي بريد سپيشل فورس عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۱۵): د کندهار ښار د ۱۳ حوزې مربوط د چوک مدد په سيمه وسله والو طالبانو په سپيشل فورس عسکرو چريکي بريد کړی، چې له کبله يې څلوو عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د کندهار د والي وياند قدرت الله خوشخبخت وايي، په پېښه کې دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

نوموړی زياتوي، چې دغه کسان د ملاصاحب د سرای کارکوونکي وو، چې د خپلو رخصتيو له ګرځېدو وروسته د وسله والو له بريد سره مخ شول.

طالبانو د بريد مسئوليت په غاړه اخيستی او کابل ټکی کام ته يې په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې دغه سپيشل فورس عسکر د ملاصاحب په سرای کې د ميشتو امریکايي ځواکونو سره يوځای اوسېدل او هغه مهال تر بريد لاندې راغلل، کله چې دغه سرای ته د ورتګ په حال کې وه.

طالبانو په دې وروستيو کې د کندهار په ښار کې چريکي بريدونو ته زرو ورکړی، چې ډیری وخت پکې د امنیت کارمندان او مهم لوړپوړي چارواکي د بريدونو هدف ګرځوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button