د کورنیو چارو وزارت: د هر پولیس د دریو وختونو ډوډۍ ۱۳۵ افغانۍ کیږي

تبصره؛ فرید افغان
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لړم ۱۵)
پداسې حال کې چې په حکومت کې په لوړه کچه فساد روان دی د وزیرانو، لوړ پوړو رئیسانو، او د پارلمان د استازو لخوا روزانه لسګونه میلونه ډالر شخصي جیبونو ته ځي، خو هغه عسکر چې د همدې نظام په مخکې سپر دي، د دریو وختو ډوډۍ هم سمه نشي تر لاسه کولی او مجبور دي چې له دولت او امریکایانو څخه په دفاع کې له شخصي لګښت څخه خپله یوه ګوله ډوډۍ ترلاسه کړي.
د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د هر عسکر د دریو وختونو د ډوډۍ لګښت تر هغو ډیر لږ دی چې فکر یې کیږي.
د دې وزارت د لوژستیک لوی رییس پاسوال بریالي سادات د ‹‹سلام وطندار›› شبکې ته ویلي چې؛په هرو ۲۴ ساعتونو کې د یو پولیس سرتېري او افسر د درېيوو وختونو خوراکي توکي ۱۳۵ افغانۍ کېږي.
د نوموړي په خبره؛ د همدې ۱۳۵ افغانیوپه په قیمت خپلو ټولو عسکرو «افسرانو او سرتېرو» ته، که په جګړه کې وي او که بېجګړې حالت کې وي، خوراکي توکي ورکول کېږي.
نوموړي پخلی کړی ، چې قراردادیانو یې په څو ولایتونو کې د بې غورۍ له کبله د همدې لږو پیسو اعاشه هم افغان ځواکونو ته نده رسولې.
نوموړي زیاته کړه؛ دوی په ځینو ولایاتو کې د یوې ډوډۍ قیمت ۲ افغانۍ حساب کړی خو په وینا یې چې په دې قیمت د یوې ډوډۍ درییمه حصه هم نه پیدا کیږي.
د چارو د څارونکو په آند؛ دولتي چارواکي او امریکایان د همدې ځواکونو په مټ خپل ځانونه محفوظ احساسوي او په آرام ژوند تیروي خو دوی یې حتا د یو عادي اجیر په سترګه هم ورته نه ګوري.
میاشت وړاندې د فاریاب د یوې پوستې اړوند راپورونه خپاره شول چې ځواکونه یې د سیمې له خلکو په سوال ډوډۍ ټولوي.
دا پداسې حال کې ده چې تیره ورځ رسنیو ځینې اسناد خپاره کړل چې په کلني ډول د افغان ولسمشر د څه کم ۵۰۰ سلاکارانو تنخوا تر ۲۰۰ میلیون افغانیو او د هغه د میرمنې د دفتر تنخوا په کال کې تر ۲۲ میلیون افغانیو لوړه ده.
له افغان ځواکونو څخه د یو دفاعي ابزار په حیث کار اخیستل او هغو ته حتا له یوه اجیر څخه په ټیټه سترګه کتل دې ته لار هواره کړې چې روزانه لسګونه افغان سرتیري د وسلوالو مخالفینو ډلو ته ورشي.
چې هغوی یې هم تود هرکلی کوي.



