کابينې د راتلونکي ۱۳۹۷کال مالي بوديجه تاييد کړه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۱۵): د افغان حکومت کابينې د راتلونکي ۱۳۹۷کال مالي بوديجه تایید او د نورو اجرااتو لپاره یې ملي شورا ته واستول شي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په يوه خبرپاڼه کې راغلي، چې د ولسمشر غني په مشرۍ په ارګ کې په جوړه شوې غونډه د راتلونکي کال بوديجه تصويب او ټاکل شوې ده چې د نورو مراحلو لپاره به نن ملي شورا ته ولېږل شي.
د ارګ ماڼۍ په بیان کې د ۱۳۹۷ کال د مالي بودجې په اړه چې معادلیې څه باندې پنځه میلیارده او ۱۸۳ میلیونه ډالره کېږي، معلومات ورکړل شوي دي.
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي وايي، چې نن دوشنبه به د ۱۳۹۷ کال مالي بودجه ملي شورا ته استول کېږي څو هلته د تائید وړ وګرځي.


