د ناټو عمومي قوماندان له استاد سياف سره ملاقات کړی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۱۵): په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموريت (ناټو) عمومي قوماندان جنرال نيکولسن د کابل ولايت په پغمان ولسوالۍ کې له استاد سياف سره ملاقات کړی.
استاد سياف ته منسوب د هغه په فسبوک پاڼه کې د دغې ځانګړي ملاقات په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي،يواځې همدومره يې ويلي چې دواړو د افغانستان په روان وضعيت، په ټولو مسلو خبرې وکړې او يوبل سره يې خپل نظرونه تبادله کړل.
په دغه فسبوک پاڼه باندې د نيکولسن او سياف انځورونه خپاره شوي دي، چې دواړه يوبل ته ګوري او خوشحاله وي.
په داسې حال کې د استاد سياف او ناټو عمومي قوماندان تر منځ ملاقات کېږي، چې وړمه ورځ د کندز په چهاردرې ولسوالۍ کې د ناټو ځواکونو پورې اړوند الوتکو درې کلي (وردګ ، قتل عام او عیسی خیل) بمبار کړل او نږدې پنځوس کسان يې ووژل او لسګونه نور يې ټپيان کړل.
په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ په کندز ولایت کې د نومبر په څلورمه د هوايي حملې خبره تائید کړه، خو ویلي يې دي چې د ملکیانو د وژنې د ادعاوو په اړه څېړنه کوي.
که څه هم استاد عبد رب الرسول سياف په حکومت کې کومه رسمي دنده نه لري، خو وخت ناوخت د حکومت مشرانو او په افغانستان کې ميشتو د بهرنيو او ناټو ځواکونو قوماندانانو سره ملاقاتونه کوي او خپل نظرونه تبادله کوي.


