بغلان لاريونووال: که حکومت والي لرې نه کړي، په زور به يې له ولايته وباسو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۱۵): نن سهار سلګونه کسانود بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې د دغه ولايت د والي پرضد لاريون پيل وکړ.

لاريونکوونکو د دغه ولايت والي عبدالحی نعمتي په قوم پالنه تورن کړ او زياته يې کړه چې د خلکو د ستونزو په هوارې کې پاتې راغلی دی.

لاريونکوونکو چې شمير يې له دوو سوو کسانو اوښتی وو د څه مودې لپاره د کابل- شمال لويه لاره هم د ترافيکو پر مخ وتړله.

دوی وايي، که حکومت د عبدالحی نعمتي د لرې کېدو په اړه اقدام ونکړ، نو ګواښ يې وکړ چې د دغه ولايت خلک به يې په زوره له بغلانه وباسي.

شاوخوا نهه مياشتې مخکې د نوموړي والي د مقررۍ پر مهال هم د هغه پرضد لاريوونونه وشول او د هغه د بيرته ګوښه کېدلو غوښتنه کېدله.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button