اجراييه رییس او ولسمشر پر ملکي مرګ ژوبلې ولې چوپ پاتې کېږي؟

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۱۶): په افغانستان کې د ګډ حکومت له راتګ وروسته په ځلونو د بهرنيو ځواکونو له لوري په هوايي بمباريو او شپنيو چاپو کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله رسېدلې، خو د درې کلونو په موده کې يو ځل هم د ګډ حکومت د مشرانو له لوري د بهرنيانو دغه عمل نه دی غندل شوی او نه يې په اړه غبرګون ښودل شوی.

که څه هم د کرزي د واکمنۍ پر مهال هم بهرنيانو په خپلو بريدونو کې ولسي خلک په نښه کول، خو نوموړي به د هغوی دغه ډول بريدونه په کلکو ټکو غندل.

د بهرنيو ځواکونو له لوري پر ملکي خلکو دوامداره بمباريو اوشپنيو چاپو کې د هغوی مرګ ژوبلې خلک په غوسه کړي او يو شمير شنونکي د ګډ حکومت دغه عمل له شرمه ډک بولي.

د شنونکو په باور په تېرو درې کلونو کې هيڅ داسې مورد نه دی پېښ شوی چې د ولسمشر يا اجرايیه رييس له لوري دې پر ملکي خلکو د بهرنيو ځواکونو بمبارۍ وغندل شي او يا دې يې په اړه غبرګون وښودل شي.

د سياسي چارو شنونکی وحيد مژده وايي، ولسمشر غني او اجراييه رییس عبدالله د بهرنيانو د خوشحالولو لپاره د ملکي افغانانو پر مرګ ژوبله چوپ پاتې کېږي او يواځې د خپلې چوکۍ غم ورسره دی.

نوموړی زياتوي، د حکومت چوپ پاتې کېدل د دې لامل شوي، چې بهرنیان لا زیات سپین سترګي شي او ملکي مرګ ژوبله بېخي ورته بې مانا شي.

هغه وايي، که د بهرنيانو له لوري د ملکي خلکو مرګ ژوبله همداسې دوام پيدا کړي، نو خلک به د غچ اخيستلو لپاره مجبوره شي، ترڅو د طالبانو ليکو ته ورشي او د هغوی سره وسله واخلي او په خبره يې چې، د بهرنيانو له لوري ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اړول د جګړې د دوام په معنا دي.

مژده رسنيو ته ويلي، چې د کندز په چهاردرې ولسوالۍ کې يې له خلکو سره خبرې کړي او د څو طالبانو لپاره پر ټول کلي داسې بمونه غورځول شوي، چې درېواړه کلي يې په مکمله توګه ويجاړ کړي دي.

شاوخوا يوه اوونۍ مخکې د کندوز په چاردرې ولسوالۍ کې بهرنیو ځواکونو درې کلي بمبار کړل، چې ګڼو ملکي وګړو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.

د ناټو د پرېکنده ملاتړ ماموريت په دې اړه د پلټنو د پيل خبر ورکړ، خو وروسته يې وويل چې هلته د ملکيانو وژل کېدل نه مني.

د فسبوک کاروونکي وايي، د کندز د چهاردرې او د امریکا د تکساس پېښه تقريباً په يوه اوونۍ کې رامنځته شوې، خو د ګډ حکومت مشرانو د تکساس پېښه وغندله او پر هغې يې خواشينې ښکاره کړه او د کندز په پېښه لا هم چوپ پاتې دي چې دا د شرم خبره ده.

سياسي کارپوه حسين سجادي مسير ورځپاڼې ته ويلي، تاسو د اجرایه رییس ټوېټر وګورئ، هغه په امریکا کې په یوه کلیسا برید غندلی؛ خو په خپل کندوز کې د نږدې شپيتو کسانو پر وژل کېدو او د دریو کلیو پر ویجاړېدو چوپ دی.

د هغه په وینا ولسمشر هم د دې لپاره چې بهرنیان یې د راتلونکې دورې لپاره بیا ولسمشر کړي د خپل ولس پر سرونو سودا کوي.

د ملي دفاع وزارت وياند دولت وزيري وايي، بهرني ځواکونه ټول بريدونه د افغان ځواکونو په مشوره کوي ځمکني اهداف ورته افغان ځواکونه په نښه کوي.

نوموړی وايي، د کندز په چهاردره کې يې د يادو کليو اوسېدونکو ته د وتلو لپاره خبرداری ورکړی و، ښايي ډیری خلک وتلي وي، خو لا هم په دغه کليو کې پر ملکي مرګ ژوبلې ناخبري ښيي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button