سعودي شهزاده عبدالعزيز بن فهد په نښته کې وژل شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۱۶): د امريکا د فدرالي ادارې د څېړنو يو تن چارواکي ادعا کړې، چې د سعودي عربستان د پخواني پاچا ملک فهد ځوی “شهزاده عبدالعزيزبن فهد” د دولتي ځواکونو او د هغه د ساتونکو تر منځ په نښته کې وژل شوی دی.

د امريکا د استخباراتو ادارې کارکوونکي او ليکوال علي سوفان، د ټولنيزې ميډيا له لارې ويلي يې، چې امنيتي ځواکونه د هغه د نيولو لپاره ورغلي و، چې پر مهال يې نښته رامنځته شوې او نوموړی شهزاده پکې وژل شوی دی.

نوموړی وايي: ۴۴ کلن شهزاده عبدالعزيز بن فهد په وسله واله نښته کې وژل شوی خو ځايي رسنيو يې د مړينې لامل د زړه حمله اعلان کړې ده.

ويل کېږي، نوموړي شهزاده له علماوو سره نیږدې اړيکي پاللې، د لادينيت کلک مخالف و، په عربي نړۍ کې د کلک اسلامي نظام غوښتونکى و.

د یادونې وړ ده، چې د تیرې شنبې په ماخوستن د سعودي پاچا یو ناڅاپي د یوه ځانګړي فرمان له مخې د فساد سره د مبارزې لپاره یوه واکمن کمیسون جوړ کړ چې مشري به یې دده زوی محمد بن سلمان کوي، ددغه فرمان له اعلان سمدستي وروسته د شاهي کورنۍ ۱۱ تنه امیران، ۴ اوسني وزیران او په لسګونو پخواني وزیران او تجاران ونیول شول، په دوی کې د نړۍ مشهور شتمن  شهزاده ولید بن طلال هم نیول شوی دی.

د سعودي چارواکو د شهزاده عبدالعزيز بن فهد په مړينه بې خبري ښودلې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button