اسرائل : ټرافيکي پېښه کې ۵۱ تنه پوځيان مړه اوژوبل شوي

(کابل ټکی کام : پنج شنبه، لېندۍ۵ مه، ۱۳۹۴ ل)
د نړیوالو رسنيو د خبر په استناد نن ماسپښين مهال درام الله او نابلس ترمنځ داسرائیلي پوځيانو یو بس موټر د ډرائور له واکه ووت او چپه شو ، چې له امله يې درنه مرګ او ژوبله رامنځ ته شوه .
د خبر له مخې، دغه بس موټر دبنیامین په سیمه کې دکوخاف یعقوب یهودي میشت ځای ته څېرمه له موټرچلونکي څخه بې واکه شوی او بل مخې اوښتی دی .
خبر ځای زیاتوي چې پېښه کې یوه ښځينه عسکره وژل شوې او ۵۰ تنه نور اسرائيلي پوځيان ټپيان دي، چې د ۶ تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړه ښودل شوي دي .
د اسرائيلي رسنيو د خبر په بنياد پېښې ځای ته عاجل د ژغورنې عمله، امبولانسي چورلکې او ګڼ شمېر نور پوځيان ورغلي او ټول ژوبل شوي پوځيان يي روغتونو نوته انتقال کړي دي .
دغه راز راپورونه وايي چې د پېښې اصلي لامل څرګند نه دی خو د اسرائلي پوځيانو له لورې دغه سړک تړل شوی او د موټرو تګ او راتګ يي ځنډولی دی .
دغه راز فلسطین نه ورکړل شوي راپورونه وايي، چې اسرائلي اشغالګرو ځواکونو د فلسطین په پېلابېلو برخو کې د فلسطینیانو په کورونو ورغلي او چاپې يي اچولي، چې په دغو چاپو کې دوه تنه فلسطیني ځوانان شهيدان کړي او یو شمېر نور يې ټپیان کړي دي .
بدرالدین ځواک


