(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لړم ۱۹ فرید افغان)
وروسته له هغه چې د لبنان لومړي وزیر سعد الحریري چې سعودي ته نږدې څیره بلل کیږي استعفا ورکړه په لبنان کې حالات مخ پر خرابیدو شول.
سعودي خپلو ټولو اتباعو ته حکم کړی دی چې؛ هرڅومره ژر چې کولی شي له دې هیواد څخه دې ووځي.
سعودي تر دې څو ورځې وړاندې د لبنان په شیعه وسلوالې ډلې حزب الله ډله تور لګولی و چې د یمن له خاورې یې په سعودي د بالیستیک توغندي برید کړی دی.
د حزب الله شیعه ډله په سیمه کې د ایران له ملاتړ څخه برخمنه بلل کیږي او مشر یې حسن نصرالله په ځلونو په سعودي مشرانو نیوکې کړې او هغوی یې ګواښلي دي.
د دواړو هېوادونو تر منځ له هغه وروسته تاوتریخوالی ډېر شو، چې د لبنان سعودي پلوي لومړي وزیر سعد الحریري د شنبې پر ورځ استعفا وکړه. نوموړي ویلي و ژوند یې له خطر سره مخامخ دی.
لبنانیان اندېښمن دي، چې ګواکې هېواد یې د سني سعودي عربستان او شیعه ایران تر منځ د سیمه ییزې سیالۍ پر ډګر بدل نه شي.
د لبنان سیاسي مشرانو له سعد الحریري غوښتنه کړې، چې بېرته دنده سمبال کړي او هیواد دې په لوی لاس د سمیزو قدرتونو د سیالیو ډګر نه ګرځوي.
د نوموړي پلار، رفیق الحریري په ۲۰۰۵ کال کې د یوې بمي چاودنې پایله کې وژل شوی و، چې هغه مهال یې تور پر حزب الله ډلې پورې کېده.
سعودي د حوثي یاغیانو لخوا د یمن له خاورې څخه د بالستیک توغندي ویشتل د حزب الله ډلې کار بللی او دا یې د ایران مخامخ پوځي برید بللی دی.
سعودي ګواښ کړی چې په مناسب وخت کې به ایران ته د دې برید ځواب ورکوي.
پر همدې مهال د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون چې دا مهال منځني ختیځ ته په سفر تللی په ناڅاپي ډول ویلي، چې د پنجشنبې په ماښام به سعودي عربستان ته ورسېږي.
نوموړي ویلي چې په دې سفر کې به د سعودي له ولیعهد او یو شمیر سیاسي کړیو سره وګوري.
د خلیج د سیاسي چارو د څیړونکو په آند دا سې اټکل کیږي چې سعودي او ایران د خپل زور د آزمایلو وروستی ډګر لبنان وګرځوي .


















