عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳ غویی، ۱۴۰۵ل)

د انصارالله اسلامي غورځنګ مشر “عبدالملک بدرالدین حوثي” په یمني ځواکونو او سیمه کې د مقاومت محور ډلو باندې غږ کړی، چې د یوې اوږدمهالې جګړې لپاره بشپړ چمتوالی ونیسي.

نوموړي په خپلو وروستیو څرګندونو کې ټینګار کړی، چې اوسنی وضعیت د جدي مقابلې غوښتنه کوي او اړینه ده چې ټول ځواکونه په منظم ډول د هر ډول احتمالي سناریو لپاره تیار وي.

حوثي زیاته کړې، چې د مقاومت محور باید خپل ههمغږي پیاوړې کړي او د اوږدې مبارزې لپاره لازم تدابیر ونیسي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې په سیمه کې سیاسي او پوځي ترینګلتیاوې لا هم دوام لري او د احتمالي پراخې جګړې اندېښنې زیاتې شوې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button