(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۲۰): د افغان ولسمشر لومړی مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم وروسته له څو مياشتو جلاوطنۍ وروسته بيرته خپلې دندې ته راګرځي.
که څه هم د جنرال دوستم دفتر په ترکيه کې د هغه دومره موده تېرول د نوموړي روغتيايي وضع بللې، خو نوموړی څو مياشتې مخکې له ايشچي سره د راولاړې شوې شخړې نه وروسته له هېواده جلاوطنۍ ته اړ کړل شو.
د اسلامي جنبش ګوند يوه وياند کنيشکا ترکستاني رسنيو ته ويلي، چې د دوستم روغتيايي وضعيت ښه دی، کار يې په ترکيه کې بشپړ شوی، ډېر ژر به هېواد ته راستون شي او د ولسمشر د لومړي مرستيال په توګه به خپلې چارې سمبال کړي.
ترکستاني، په ترکيه کې د دستم کار يواځې روغتيايي وضعيت ياد کړی او په دې اړه يې نور څه نه دي ويلي چې ولې هغه په مياشتو مياشتو په ترکيه کې پاتې و.
په داسې حال کې افغانستان ته د دوستم د راتګ راپور ورکول کېږي، چې د هغه ساتونکي د عدلې او قضايي محکمو له خوا په بند محکوم شوي او نيول شوي دي.
د جوزجان د پخواني والي احمدايشچي له لوري پر جنرال دوستم او د هغه پر ساتونکو د جنسي ځورونې تور و، چې له کبله يې دوستم جلاوطنۍ ته اړ کړل شو او درې ورځې مخکې د هغه ۷ تنو ساتونکو ته د ۸- ۸ کاله بند سزا ورکړل شوه، خو د جنرال دوستم نوم په دغه ډله کې نه و.
جنرال دوستم ترکيه کې د جلاوطنۍ پر مهال د بلخ له والي عطامحمدنور او د اجراييه رياست له دويم مرستيال محمد محقق سره د (افغانستان ژغورنې) په نوم نوی اييتلاف جوړ کړ، چې ټاکل شوې وه مزارشريف ښار ته د دوستم په راتګ سره دغه اييتلاف خپل رسمي موجوديت اعلان کړي، خو د جولای پر ۱۸ د حکومت له لوري د جنرال دوستم الوتکې ته په افغانستان کې د کيناستو اجازه ورنکړل شوه او د دغه اييتلاف رنګ يې هم پيکه کړ، چې تر اوسه يې په رسمي ډول اعلان نه دی شوی.
تر اوسه دا لا څرګنده نه ده چې د جنرال دوستم په راتګ سره به دغه اییتلاف د خپل رسمي موجوديت اعلان وکړي او که نه.


















