کندهار: طالبانو په میوند کې لسګونه افغان عسکر وژلي دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لړم ۲۳ فریدافغان)

د کندهار ځایي چارواکي وایي چې تیره شپه طالبانو د میوند ولسوالۍ د امنیتي کمربند پر پنځلسو پوستو ډلیزپه بریدونه کړي دي چې له امله یې لسګونو افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د چارواکو په خبره؛ وسله والو د هلمند له لښکرګاه دوراهي څخه بیا د ژېړۍ ولسوالۍ تر کمر بند پوري د مندوزو، برن مانده، خاک چوپان او بند تېمور پوستې تر بریدونو لاندي راوستلي.
د کندهار د پولیسو ویاند مطیع الله هلال وایې، په دغه څو ساعتیزه جګړه کې ۲۲ افغان عسکر وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
وسلوالو طالبانو د دې حملو مسؤلیت منلی او په یوه خبرپاڼه کې یې له ۴۰ ډیرو عسکرو د وژلو او د هغوی د یو شمیر وسایطو د له منځه وړلو خبر ورکړی دی.
د وسلوالو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي چې په میوند کې یې درۍ پوستې نیولې او د ۴ قوماندانانو په ګډون یې ۴۶ پولیس او اربکیان وژلي او د هغوی ۴۲ میله سپکه او درنه وسله او د شپې دوربینان یې په لاس ورغلي دي .
طالبانو همداراز ویلي چې په تیره یوه شپه کې یې په فراه، هلمند او کندهار کې یې په بیلابیلو حملو کې ۷۳ تنه پولیس او اربکیان وژلي دي.
د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د ملي دفاع سرپرست وزیر طارق شاه بهرامي ویلي و چې د طالبانو پیچلي تکتیکي بریدونه ۱۳ سلنه ډیر شوي چې وروستي هغه یې خورا دقیق او خطرناک و.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button