ولسي جرګې د سګرټو او تنباکو پر واردلو ۱۰۰ % مالیه وضع کړه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لړم ۲۳ فرید افغان)

تیره ورځ د ولسي جرګې د غونډې اجنډا د تنباکو او دوخانیاتو کنترول قانون وو چې ولسي جرګې د رایو په اکثریت د سګرټو په واردولو باندې ۱۰۰ سلنه محصول وضع کړ.

د جرګې یو شمیر وکیلانو د یادې مادې د تعدیل په اړه طرحه وړاندې کړې وه، چې له‌مخې به یې د تنباکو پر وارداتو ۳۰۰٪مالیه وضعه کیږي، خو له اوږد بحث وروسته یو شمېر وکیلانو وړاندیز وکړ، چې دا ماليه دې ۱۰۰٪ لوړه شي.
د دې قانون په توشیح سره به په افغانستان کې د مخدره توکو په تیره بیا سګرټو او تنباکو بیه لوړه شي او ښایي له امله یې د کاروونکو شمیره هم راټیټه شي.
باید وویل شي چې تر دې وړاندې پر سګرېټو او تنباکو د محصولاتو مالیه شل سلنه وه.
ځینو وکیلانو بیا د دې توکو پر واردلو د یو مخییز بندیز غوښتنه هم کړې وه چې ونه منل شوه.
د راپورونو تر مخه دنړۍ په سطحه هر كال د سګرټو له امله د اړوندو ناروغيو په پايله كې ۶ ميليونه انسانان خپل ژوند له لاسه وركوي.

د نوو څېړنو له مخي سګریټ څکول نه یوازي دا چې انسان ته د سږو سرطان پيدا کوي بلکي د نابینايې، شبکورۍ او د ځیګر او لویو کولمو د سرطان په شان د نورو لویو ناروغیو سبب هم ګرځي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button