اسرایلو دسعودي مفتي ستایلی او نوموړي ته یې هیواد ته د ورتګ بلنه ورکړې:

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لړم ۲۳ فرید افغان)

وروسته له هغه چې د سعودي عربستان مشر مفتي د اسرائیلو پرضد جګړه حرامه وبلله او د دې هیواد مخالفین یې تروریستان او ترهګر وبلل، تازه اسرایلي چارواکو له نوموړي مفتي څخه خپل ټول ملاتړ اعلان کړی او د نوموړي دا خبرې یې ستایلې دي.
د اسراييلو د اړيكو وزير ايوب كارا ویلي دي چې د سعودي عربستان د مشر مفتي او د دې هیواد د علماؤ د پلاوي دمشر عبدالعزيز آل الشیخ د څرګندونو څخه مننه كوي .
اسرائیلي وزیر زیاته کړه چې آل الشیخ ته ددې جسارت له امله مباركي وايي.
ایوب کارا نوموړي مفتي ته بلنه وركړې چې له اسرائیلو ليدنه وكړي.
څو ورځې وړاندې په یوه تلویزیوني مرکه کې چې د مسجد اقصی په اړه ترتیب شوې وه نوموړي مفتي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې ‹‹ د اسرائیلو سره جګړه کونکې فلسطیني حماس ډله د ترهګرو ګروپ دی››
د نوموړي په خبره؛ ‹‹ د اسراييلو سره جګړه هیڅ جواز نه لري››
نوموړي همداراز له سعودي چارواکو وغوښتل چې د حزب الله پر وړاندې د اسرائیلو سره پر همکارۍ باید تمرکز وکړي.

دا لومړى ځل دى چې د سعودي عربستان تر ټولو مهم ديني مشر د اسراييلو سره جګړه ناجايزه او حماس ترهګره ډله بولي.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې راپورونه ورکړل شوي و چې د سعودي ولیعهد محمدبن سلمان په یو څو ورځني سفر له تلابیب نه لیدنه کړې ده.
د سعودي او اسرائیلو اړیکې هغه مهال ګرمې شوې چې د سعودي په مشرۍ څو عرب هیوادونو له قطر سره خپلې اړیکې ختمې کړې.
سعودي په دې وروستیو کې له امریکا او اسرایلو سره ګرمې اړیکې پالي او د دې هیواد مشرتابه ویلي چې منځ لاری اسلام به چې ‹‹سیکولریزم›› په کې واکمن وي منځته ته راوړي

د منځني ختیځ ځینې کارپوهان په دې آند دي چې په سعودي کې د نیونو وروستۍ لړۍ چې پکې د ګڼو چارواکو په ګډون سلګونه تنه ونیول شول د اسرایلو په اشاره ترسره شوي دي.
د نيونو دغه لړۍ د مشهور دعوتګر عالم سلمان العوده، شيخ عائض القرني، دوکتور علي عمري، اقتصادي کارپوه عصام الزامل په ګډون د لسګونو علماوو، مفکرينو او دعوتګرانو له نيولو پيل شوې، چې تر اوسه روانه ده او په تېرو دوو مياشتو کې ګڼ شمېر فعالان، دعوتګران، مفکرين، قاضيان، ژورنالېستان او ګڼ نور چارواکي نيولي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button