عراقیان او ایرانیان مهم دي؛ که افغانان؟/ خالد روان

د نړیوالو اړیکو له مخې د هر هېواد ولسمشر په نورو هېوادونو کې د شویو طبیعي، ټرافیکي او جنگ ـ جگړو په پېښو خواشیني ښيي او خپله غمرازي د هغه هېواد ولسمشر او خلکو ته وړاندې کوي.
دا د نړیوالو اړیکو یو اصل دی. افغان حکومت او چارواکي یې همدې ته ناست وي، چې د نړۍ په کومه برخه کې یوه پېښه وشي او دوی ورسره خپله غمرازي وښيي. کله کله داسې هم کېږي، چې د کرزي د وخت چارواکي هم خپلې د خواخوږۍ اعلامیې خپرې کړي او بیا یې سپانسر هم کړي، چې نړیوالو ته ځان ډېر بشردوست وښيي او یا یې په کومه رسنۍ کې نوم یاد شي.
موږ افغانان د ټولې نړۍ سره ښې اړیکې غواړو؛ خو دغه اړیکې باید د بادارۍ او غلامۍ له مخې نه وي. زموږ ویر او خوښي باید په خپلواک ډول وي؛ نه چې د امریکا او نورو هېوادونو په اشاره موږ اعلامیې خپرې کړو او خپلې ستونزې نورې هم ډېرې کړو.

د امریکا او شمالي کوریا اړیکې ښې نه دي. د همدغو خرابو اړیکو له امله زموږ د بهرنیو چارو وزارت څو ځلې پرله‌پسې اعلامیې خپرې کړې او له شمالي کوریا یې وغوښتل، چې اټومي وسلې دې نه جوړوي. شمالي کوریا چې له امریکا سره ډغره وهي او خبره یې نه مني؛ نو زموږ د صلاح الدین خبره به ومني؟ شمالي کوریا ترڅنگ روسیه او چین ولاړ دي او دوی یې هر ډول ملاتړ کوي؛ گنې اوس به وختي پرې امریکا برید کړی و. که ۱۶کاله مخکې موږ د نړۍ لسو قدرت‌مندو هېوادونو سره ښې اړیکې لرلای؛ نو امریکا او ناټو به هېڅکله پر افغانستان برید نه و کړی؛ همدغه زموږ د ناسمو اړیکو له امله ټوله نړۍ موږ ته یوې خواته شوه او افغانان یې د پولۍ ټک نه کېنول.

د گډ حکومت دواړه مشران په امریکا کې د یوې وړې ترسره شوې پېښې په اړه هم د خواشینۍ اعلامیې خپروي او د امریکایانو سره خپله غمشریکي ښيي. خو همدغه دواړه کاڼه ـ ړانده مشران د کندوز، کندهار، فراه، پروان، ننگرهار، کابل، کاپیسا او په نورو ولایتونو کې د شویو بمباریو په اړه هېڅ نه وايي؛ حتی غندلی یې هم نه شي.
دغه حالت ډېر خواشینونکی دی؛ ځکه حکومتونه د ملتونو د ساتلو ذمه‌واري پرغاړه لري؛ خو دلته باید حکومت خوندي وي او که پر ملت یې هره بلا راتله دوی ترې جلا دي.
امریکا او ملگرو یې روانه اوونۍ د کاپیسا ولایت په تگاب ولسوالۍ کې ۶۰ ملکیان شهیدان کړل او لسگونه نور یې ټپیان کړل؛ خو تراوسه د دواړو اعلامیې نه دي خپرې شوې او نه یې دا ویلي چې پلټنه به وکړي او د شوې بمبارۍ په اړه به ملت ته معلومات وړاندې کړي.

خو په ایران او عراق کې د شوې زلزلې په اړه د دواړو مشرانو اعلامیې په درې ژبو خپرې شوې او ایراني او عراقي دولت سره یې خپله غمرازي شریکه کړه.
دا حکومت او دا چارواکي نه افغانان دي او نه د خپل ملت له غمه مړه دي؛ بلکې دوی د پردیو لاسپوڅي دي او ددوی په امر هر کار ته غاړه ږدي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button