ډاکټر آصف
د کومې ورځې نه چې امریکایي ښکیلاکګرو زمونږ پر هیواد تور تاړاک راکوز کړې او زمونږ د هیواد ګوتو په شمیر پلورل شویو په نوم مشرانو دغو ښکیلاکګرو ته غوړمالي او چاپړوسي پیل کړې له همغې ورځې زمونږ هیواد او هیوادوال در په در او خاورې په سر تر نن پورې ګرځې او ورځ تر بلې یې حالات د بربادۍ او تباهۍ په لورې روان دی، کله د نجیب ګاو د وخت د خوسا شوې سولې روغې جوړې نسخه په لاره اچوي او کله بیا د زورګویۍ چیغې وهي، کله پر کلیو او بانډو ړوندې بمبارۍ ترسره کوي او کله هم بې ګناه هیوادوال، دیني عالمان او متدین قشر د طالب او القاعده په تور د زندان تورو تمبو شاته اچول کیږي.
امریکا او د اشر انډیوالانو یې خپل ټول زور وواهه څو دغه اسلامي ټولنه چې غربیان یې اوس (سنتي ټولنه) بولې د اسلامیت او دیانت له سوکاله ژوند نه د دموکراسۍ سرګردانه او سرکشه ژوند ته راوباسي، خو د لوی خدای په فضل او کرم او د دغه هیواد د میړنیو بچیو د مټو په زور تر اوسه په دې ونه توانیده چې دغه فرسوده او شړیدلې مفکوره پر مجاهد، صابر او باثباته ملت تحمیل کړي او نه به یې دا خوب کله هم رښتیا شي.
اوس چې د هیواد حالت د سخت بحران خواته روان دی، ټول مبصرین او شنونکي په دې نظر دي که د هیواد همدا فعلي حالت په همدې ډول دوام وکړي د دې زیات امکان لیدل کیږي چې د هیواد دغه متزلزله کښتۍ نوره د پناه په دریاب کې داسې ډوبه شي چې د تل لپاره به مو هیواد د نشت په لیست کې ځای پر ځای شي.
ملت نه پوهیږي چې دغه کاواکه او د پردیو په لاسو کینول شوی حکومت چې نه په حکومتولۍ پوهیږي او نه خلکو ته د منلو وړ دی، نه تجربه لري او نه با تجربه خلک پریږدي چې کار وکړي، ورځې تر بلې حکومتي مهم پوستونه غلو او مفسدونو ته په لاس ورکوي چې له امله یې ملت ورځ تر بلې مایوسه کیږي او د مرګ او ژوند د کشمکش په حالت کې ژوند تیروي، نه د چا سر په امن کې دی نه مال نه ناموس نه عزت او نه کلی او کور.
دې مسلمانۍ ته یې حیران یو چې د خپل خالق الله ج لوی هدایات یې شاته غورځولي او د امریکایانو پر وضعي او فرسوده قوانینو یې کلکې منګولې ښخې کړي، او بیا په خپلو سترګو ګوري چې هیڅ ګټه یې هم ترې ترلاسه نکړای شوه ځکه ملت او هیواد د بربادۍ په لور رهي کړی، اوس چې د ځینو ماغزه سر ته راغلی چې دا حکومت نه حکومت کیږي او هغه د چا په اصطلاح دا وړۍ نوره نه شړۍ کیږي نو د لویې جرګې شعار یې پورته کړی، که څه هم په پخوا زمانه کې لویه جرګه چې د اسلام په هدایاتو سمبال وه ښه کار ورکړی خو اوس ټولو ته معلومه ده چې فعلي لویه جرګه به د اسلام پر ځای د دموکراسۍ پر اصولو ولاړه وي نو ځکه هیڅکله هم نشي کولای د ملت او هیواد درد دوا کړي. نو الله او رسول ته له مراجعې پرته به هیڅکله افغانان سوکالي آرامي ، ابادی او خپلواکي په خپلو سترګو ونه ګوري.
















