شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home اسلام پوهنه

اسلام او کفر (پنځمه برخه)

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
نوومبر 17, 2017
کټګوریانې: اسلام پوهنه
0
8
ځلې شریک شوی
97
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د برات د شپې غوښتنې!

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

دکتور کفایت الله وردګ
 
یادګېرنه : پدې لیکنه کې په هغه خبرو ، عقیده او عملونو باندې له خپل لوستونکي سره بحث کوم چې په کولو یې انسان کافر کيږي پدې هېله چې که چاته معلوم وي د هغه لپاره به تکرار شي ، له چا څخه چې هېر وي ور په یاد به شي او چاته چې نه وي معلوم د هغه لپاره به نوي معلومات شي او ځان به ورڅخه وساتو  په تېرو برخو کې مو د ایمان او کفر په اړه او یو هغه خبرو بحث کړی وو چې په کولو یې انسان کافر کیږي د هغې برخې په تعقیب پدې برخه کې هغه عقیدې چې په لرلو یې انسان کافر کیږي  
 
د ایمان عقیدوي ماتوونکی  (هغه عقیده چې انسان یې ولري کافر کیږي )
د الله جل جلاله  سره شریک منل
که څوک عقیده ولري چې له الله جل جلاله  سره د کائناتو په پیدائښت کې بل څوک شریک وو نو دا هم کفر دی ، که څوک د ځینې شیانو حقیقی پیدائښت او تصرف د الله جل جلاله  نه بغیر بل چاته منسوب کړي نو دا هم کفر دی ، که څوک د الله جل جلاله  نه بغیر د بل شی عبادت وکوي نو دا هم کفر دی ، که څوک دا عقیده ولري چې د الله جل جلاله  نه بغیر بل چاته هم قربانی او ذبح کېدلی شي نو دا هم کفر دی ، که څوک عقیده وکوي چې په مخلوقاتو کې په ځینې شیانو کې حقیقی تصرف د الله جل جلاله  نه بغیر بل څوک کوي نو دا هم کفر دی ،  همدارنګه که څوک دا عقیده وکوي چې د الله جل جلاله  نه بغیر نور څوک لکه نجومیان ، کوډ ګر ، تعویذ ګران په غیبو باندې خبریږي او هغوی چې د غیبو په اړه خبرې کوي دا رښتیا وایی نو دا هم کفر دی .
له فرضو او واجباتو څخه انکار
که څوک فرض مونځ پریږدي نو دا ګناه ده ، که څوک روژه وخوري نو دا ګناه ده ، که په چا باندې زکات فرض شوي وي او زکات نه ورکوي دا ګناه ده ، که په کوم ځای کې جهاد فرض وي او څوک جهاد نه کوي نو دا ګناه ده لکن که څوک دا کارونه ددې امله نه کوي چې دده عقیده وي چې دا شیان فرض نه دي ، ضروری نه دی نو دا کفر دی ، همدارنګه ټول هغه احکام چې الله جل جلاله  په قرآن کریم کې مونږ ته ورباندې امر کړی دی او یا د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په صحیح احادیثو کې ثابت دی په هغو ټولو باندې عقیده ساتل د اسلام برخه ده که څوک د هغوی نه انکار کوي ، یا یې درواغ ګڼي نو دا کفر دی . الابانة جلد ۲ صفحه ۷۶۴
حرام حلال ګڼل
زنا کول حرام دی که څوک یې وکوي ګناه ده ، غلا کول ګناه ده ، شراب څښل ګناه ده  په کولو یې انسان نه کافر کیږي لکن که څوک یې لداسې عقیدې سره وکوي چې انسان ورته حلال او روا وايي نو دا کفر دی داسې ټول هغه شیان چې الله جل جلاله  په قرآن کریم کې او یا رسول الله صلی الله علیه وسلم  په صحیح احادیثو کې هغه ته حرام ویلي دي که څوک ورته حلال ووایي نو دا کفر دی . المغني
شک
د قرآن کریم په کوم خبر کې شک کول یا د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په صحیح او ثابتو احادیثو کې شک کول ، یا د کوم ثابت حکم په اړه  شک کول د مثال په ډول پدې کې شک کول چې آیا زنا به حرامه وي کنه ؟ سود به حرام وي او کنه؟  نو دا شک کول هم کفر دی ، همدارنګه په ټولو هغه خبرو کې چې هغه په قطعي دلائلو او قرآن کریم سره ثابت وي شک کول کفر دی مسلمانان باید هغه ټول احکام په سر سترګو ومني .
د کفارو په کفر کې شک
رسول الله صلی الله علیه وسلم  چې کله مبعوث شو نو ټول مخکني ادیان ورسره منسوخ شوي دي که اوس څوک د هغوی په نسخ کېدو کې شک کوي نو دا هم کفر دی ، که اوس څوک د هغوی دین او مذهب ته د صحیح عقیده لري نو دا هم کفر دی ، که اوس څوک دا عقیده لري چې نصارا ښه کوي چې په خپل دین دی او یهود ښه کوي چې خپل دین ساتي نو دا هم کفر دی بلکه  مسلمان به دا عقیده ساتي چې اوس په زمکه کې حق او اسماني دین یوازې او یوازې اسلام دی او بس .
رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ټول عالم لپاره دی
مخکې به انبیاء د یو خاص قوم او خاصې علاقې لپاره راتلل زمونږ رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ټولو خلکو لپاره راغلی دی نو که څوک دا عقیده ولري چې دا صرف د عربو لپاره دی نو دا هم کفر دی ، که څوک دا عقیده ولري چې اسلام د عربانو دین دی او نور خلک ورباندې نه دي مکلف نو دا هم کفر دی ، اکثر هغه کسان چې خپله کافران دي ځینې مسلمانانو ته په ذهن کې دا خبره ورکوي چې محمد صلی الله علیه وسلم  د عربانو لپاره راغلی وو دا د هغوی پغمبر دی نو دا عقیده لرل هم کفر دی ، بلکه مسلمان به دا عقیده ساتي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ټول عالم لپاره راغلی دی او دده صلی الله علیه وسلم  د بعثت څخه وروسته په ټوله دنیا کې حق دین صرف اسلام دی   ….. نور بیا انشا ء الله
 
زما د بحث مراجع :
قرآن کریم
تفسیر الطبری
تفسیر بیضاوي
صحیح البخاری
نواقض الاسلام
المغني
الابانة
الشفاء
نیل الاوطار
السیل الجرار للشوکاني رحمه الله
مخکینې مطلب

د هیواد بده ورځ او الله او رسول ته د مراجعې پر ځای د لویې جرګې سورې نارې

بل مطلب

عطا نور او په حکومت کې پنځم ستون

ځانګړي مطالب

اسلام پوهنه

د برات د شپې غوښتنې!

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 2, 2026
اسلام پوهنه

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

نشرونکی: ح جلال
جون 7, 2025
اسلام پوهنه

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 4, 2025
اسلام پوهنه

د اعتکاف فرصت له لاسه مه ورکوه!

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 27, 2024
اسلام پوهنه

روژه د څه لپاره؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 11, 2024

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
0

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 17, 2026
0

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com