
د ګډحکومت لوړپوړی چارواکی طالبانو ته تسلیم شوی
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لړم ۲۶ فرید افغان)
راپورونه وایي چې د پکتیکا ولایت د ګومل ولسوالۍ ولسوال د طالبانو لیکو ته ورغلی دی.
ظاهر ګل د ګومل برحاله ولسوال و او پر دې ولسوالۍ د طالبانو تر برید وروسته په کور ناست و.
ویل کیږي نوموړي ته د ولایت د مشرتابه لخوا په همدې ورځو شپو کې بلنه ورکړل شوې وه ترڅو د ګومل په نوې جوړه شوې ولسوالۍ کې خپلې دندې ته دوام ورکړي.
سرچینې وایي؛ نوموړي په کور کې د ناستې پرمهال له ځایي طالب مشرانو سره اړیکې ټینګې کړې وې او په مقابل کې یې هغوی هم خپل لوري ته هڅولی و.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د نوموړي تسلیمیدل منلي او په یوه خبرپاڼه کې یې ویلي چې ‹‹ ظاهر د یارګل ځوی د حقائقو په درک کولو سره د اسلامي امارت مجاهدینو ته تسلیم شو››
د پکتیکا ولایت ځایي چارواکو او مرکزي حکومت تر اوسه په دې اړوند څه نه دي ویلي.
په دې وروستیو کې د طالبانو لیکو ته د دولتي چارواکو ورتګ ګړندی شوی دی او هره میاشت سلګونه دولتي کارمندان طالبانو ته ورځي چې د خپرو شویو معلوماتو ترمخه د سپټمبر په میاشت کې ۵۰۰ تنه او د اکتوبر په میاشت کې تر ۳۰۰ تنو ډیر لوړپوړي او تیټ رتبه دولتي کسان طالبانو ته تسلیم شوي دي.
تسلیم شوي کسان په بدل د طالبانو لخوا نازول کیږي او نوموړي شخص ته یو تضمین لیک ورکوي چې هیڅ طالب له دې وروسته حق نلري نوموړي ته کومه ستونزه جوړه کړي.



