
د ملي امنيت عمومي رياست کې سخت اختلافات پيدا شويدي
نعيم نظامي
څرنګه چې د ملي امنيت د عمومي رياست نيږدې ټول پوسټونه د پخوانيو کمونستانو په واک کې دي او زياتره کارمندان يې هم پخواني کمونستان او يا د هغوی له نوي نسل څخه دي له همدې امله د ملي امنيت عمومي رياست جوړښت د پخواني شوروي اتحاد د استخباراتي سازمان ( KGB ) په څير دی او ستراتيژي اساس يې هم د کمونستانو د دور په څير دين ته د معتقدو کسانو په نښه کول او په کابل کې د واکمن نظام او د دوی د بهرنيو حاميانو له منتقدينو او مخالفينو څخه په يو نه يو ډول د غچ اخيستل دي .
د ملي امنيت عمومي رياست تل په کابل کې د واکمن نظام د شريکانو او بيلابيلو بهرنيو لوريو استخباراتي سازمانونو د نفوذي کړيو تر منځ د سختې سيالۍ ډګر پاتې شوی دی او همدا خپلمنځي سيالۍ سبب شوي چې د وسلوالو مخالفينو د بريدونو په کشف او مخنيوي کې تل پاتې راشي او د واکمن نظام د پلويانو د سختو نيوکو هدف وګرځي .
د يوې باوري امنيتي سرچينې له قوله ويل کيږي د ملي امنيت عمومي رياست د تيرو څو اونيو را پديخوا د بيلابيلو لوريو تر منځ د سخت اختلاف او رقابت ښکار شویدی ، دا ځل په دې رياست کې اختلافات د عمومي رياست د رهبرۍ او د عمومي رياست اړوند د يو تر ټولو مهم اوپراتيفي رياست چې د وسلوالو مخالفينو په وړاندې په لومړۍ کرښه کې قرار لري د مشرتابه تر منځ پيدا شويدي .
سرچينه زياتوي دغه اختلاف د ملي امنيت عمومي رئيس معصوم ستانکزی او د نود رياست چې په يو سل يويشت او يو سل پنځه کوډونو په نوم هم ياديږي د رئيس ماهر يعقوبي تر منځ د وسلوالو مخالفينو وروستيو بريدونو په مخنيوي کې د پاتې راتلو ، اوپراتيفي بوديجې د تقسيم او په دې بوديجه کې د خورد او بورد ، ځينو بهرنيو او کورنيو کړيو ته د ځينو مهمو او پټو رازونو افشاء کيدو ، په هغه لست کې د کاذبو او جعلي معلوماتو په سر چې د پاکستان حکومت او د امريکا خارجه وزير ته په پاکستان کې د وسلوالو مخالفينو د مشرانو او د دوی د پټنځآيونو د موجوديت په اړه ورکول شوي ؤ او د دوی دواړو تر منځ په يو بل د اخلاقي فساد او شرابو څښلو او وظيفوي غفلت د تورونو لګولو له امله رامنځته شویدی.
سرچينه زياتوي په هغه لست کې چې په پاکستان کې د وسلوالو مخالفينو د مشرانو او مرکزونو په اړه د امريکا د بهرنيو چارو وزير ته د ده د وروستي سفر پر مهال په کابل کې ورکړل شوی ؤ د طالبانو د ځينو وفات شوو غړو نومونه ؤ ، همدغه راز ځينې ديني مدرسې او د عامو افغانانو کورونه د طالبانو د پټنځايونو په توګه پکې درج شوي ؤ چې د ګډ حکومت د سخت خجالت سبب شويدي ، ويل کيږي چې ماهر يعقوبي چې رياست يې د افغانستان له پولو بهر هم د وسلوالو مخالفينو د تعقيب دنده په غاړه لري دغه لست ترتيب کړی ؤ .
نوموړی د پخوانۍ شمالي ټلوالې سره ډير نيږدې اړيکې لري او داسې تور پرې لګيږي چې دغه جعلي او کاذب معلومات يې په امنيتي برخه کې د ولسمشر د نيږدې ملګرو او سلاکارانو د بې اعتباره کولو لپاره قصداً ځای پر ځآی کړي ؤ او غوښتل يې چې دوی بهرنيانو ته نا اهله وښيي.
سرچينه زياتوي چې اوس حنيف اتمر پلان لري چې خپل يو نيږدې ملګری جنرال ياسين د نود رياست رئيس مقرر کړي او دا لا نده معلومه چې د دې رياست د دوه مرستيالانو جنرال شفيع او جنرال اشرف به څنګه شي ، په خپله دنده به پاتې شي او که د دوی پر ځای به هم بل څوک وټاکل شي .
د يادونې وړ ده چې د صفر يک او صفر دو قطعې ، د کابل د رياست او د ملي امنيت د نورو رياستونو له لوري چې څوک نيول کيږي هغه ټول هم د نود رياست ته سپارل کيږي ، د نود رياست بيا په هيواد کې دننه او له هيواد نه بهر ډير اوپراتيفي فعاليتونه په مخ وړي او له ټولو بنديانو څخه ابتدايي تحقيقات په همدې نود کې سرته رسيږي ، دغه رياست بنديانو ته د سختو شکنجو او تعذيبونو په ورکولو سره او له بنديانو سره په ډير بد سلوک کې هم ډير زيات شهرت لري .
د شنونکو له آنده که چيرې په ملي امنيت کې د ګډ حکومت د شريکانو او نورو پټو لورو تر منځ سيالي ختمه نشي او ملي امنيت ملي نه شي د ملي امنيت عمومي رياست به کله هم ونه توانيږي چې خپلې اصلي دندې په پوره برياليتوب سرته ورسوي .



