ننګرها: چاودنه کې ۸ تنه وژل شوي- ۱۵ ټپيان دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، ليندۍ ۲): د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د يوې چاودنې په ترڅ کې څوارلس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه چاودنه د جلال اباد په لومړۍ ناحيه کې د ښېوې ولسوالۍ د محلي پوليسو د يوه قومندان شيخ اکرم د کور تر څنګ شوې ده.

ځينې سرچينې وايي، دا يو سرتيری بريد و.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي په لومړيو مالوماتو کې رسنيو ته وويل، په دغه بريد کې ۶ تنه وژل شوي او ۸ تنه نور ټپيان دي.

خو د ننګرهار روغتيايي مسئولين وايي، چې دوى ته اته مړي او ١٥ ټپيان ور وړل شوي دي.

د ننګرهار امنيې قومندانۍ د امنيت امر عبدالجميل وايي، سرتيري بريدګر د شيخ اکرم د پلويانو په منځ کې ځانته چاودنه ورکړه او ياده مرګ ژوبله يې واړوله.

تر اوسه د دغه بريد مسئوليت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button