خوږو ته خواږه، ترخو ته ترخه

افغانستان:
د ستونزو د حل لارو پر ځاى كاذبې حربې تر كومه؟
شناند:
تر هغې چې د اسلام پر ځای دلته نصارا او صلیبیان او د هغوی لاسپوڅي حاکم وي
چراغ:
داعش ټوكې نه، جدي ګواښ دى
شناند:
کاشکې مو وروستی عقل لومړی وای
ویسا:
ولس د قاتلانو تر ساتور لاندې!
شناند:
یعنی کله د شرقي او کله د غربي قاتلانو تر ساتور لاندې
هیواد:
حكومت له خپل ولس سره په جګړه كې ښكېل دى
شناند:
ځکه چې حکومت خپل ولس پسې داړونکي سپی راوستي
اصلاح:
پردۍ جګړه آخر تر كومه؟
شناند:
تر هغې چې د ټوپک شپیلۍ د پردیو پر لور واوړي
میدان وردګ:
په نرخ کې د یوې مدرسې د زده کوونکو په ګډون تر ۲۰ ډېر کسان وژل شوي
شناند:
معنا دا چې باید نور دیني مدرسې پر دغه یهودي حکومت باور ونکړي او باید له افغانستان نه خپلې کډې بار کړي
د اروزګان ولايتي شورا:
چارچینو ولسوالۍ ته له عراق او سوريې داعشيان راغلي
شناند:
اوس به مو پوه کړي چې له سېره څو پخیږي
اراده:
افغان ځواكونو په كاپيسا كې پنځه ملكي وګړي وژلي
شناند:
د خپلو خلکو د داړلو لپاره یې له امریکایانو ټریننګونه اخیستي او په همدې معاش اخلي.
ویسا: په ننګرهار کې د لويې جرګې جوړېدو په ملاتړ ولسي غونډه وشوه
شناند:
کومه لویه جرګه؟ امریکایی لویه جرګه؟؟؟ اصلي لویه جرګه خو په دې حکومت کې امکان نلري
ویسا:
د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د داعش او طالب وسله والو ترمنځ نښته پیل شوې
شناند:
که خوږیاڼو ته داعش ننوتل نو ژوندی به بیرته ونه ووځي ان شاء الله
اراده:
له بحران نه د وتلو كومه لاره شته؟!
شناند:
هو! اسلام ته په رښتینې معنی رجوع کول او بس
هیواد:
د هېواد بد حالت او د ملت بده ورځ بايد درك كړاى شي!
شناند:
درک کړای شوې ده خو زمری ملت په صلیبي پنجو کې ګیر پاتې دی
اصلاح:
د انتخاباتو مبهم او مشكوك راتلونكى؛ څه بايد وكړاى شي؟
شناند:
پاڅون پاڅون پاڅون اسلامي پاڅون یا النفیر العام
ویسا:
د اصلاحاتو کمېسيون امتحانونه دې اصلاح شي
شناند:
اصلاح کول د مصلحینو کار دی، مفسدین هیڅکله اصلاح نشي راوستلای
حنیف اتمر:
حکومت هیچ پیش شرطی را در مذاکرات صلح با طالبان قبول ندارد
مبصر:
شرط طالبان تنها ایجاد یک حکومت واقعي اسلامي است، پس بدین معنی که حکومت این شرط عمده طالبان را قبول ندارد، بدین معنی که حکومت از دین مبارک اسلام درهراس است.



