د ولسي جرګي غړي؛ د ملي امنیت شورا له داعش ډلې ملاتړ کوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ۵ فرید افغان)

دولسي جرګې غړو د تیرې ورځې په غونډه کې په حکومتي لوړپوړو چارواکو توندې نیوکې وکړي او هغوی یې د داعشي پروژې په تمویل، تجهیز او د پاکستان له استخباراتي ادارې سره په لاس لرلو تورن کړي دي.
د کندهار دخلکو استازي لالي حمیدزي وویل چې، د ملي امنیت رئیس په هیواد کې د داعش د پروژې مسؤل دی او ټول ورانکاري فعالیتونه هم د دوی په مټ ترسره کوي.
نوموړي زیاته کړه چې په سیاسي چارو کې د ولسمشر سلاکار اکرم خپلواک په مستقیم ډول د پاکستان له آی اس آی استخباراتي شبکې سره لاس لري او د ډیورنډ د تړون رسمي لاسلیک هم د نوموړي په لاس ترسره شوی دی.
پر همدې مهال د ولسې جرګې غړو د ملي امنیت څخه وغوښتل چې د جرګې د مرستیال همایون همایون پر کور او دفتر باندې د چاپې اچولو په اړه وضاحت ورکړي.

د ولسي جرګې غړي نادرخان کټوازي په دې اړه څرګنده کړه:«د ټولو استازو دنده ده چې د لویې څارنوالۍ له لارې څېړنه وکړي چې د ولسي جرګې د لومړي مرستیال کور ولې وپلټل شو؟ .»
د ولسي جرګې لومړي مرستیال همایون همایون تیره ورځ په یوه مکتوب کې چې رسنیو ته هم رسیدلی څرګنده کړې وه چې د ولسمشر له خوا له دې کبله په مرګ ګواښل شوی چې ولې یې د ملي امنیت پر ادارې تورونه لګولي دي. ولسي جرګي غړي؛ د ملي امنیت شورا له داعش ډلې ملاتړ کوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ۵ فرید افغان)

دولسي جرګې غړو د تیرې ورځې په غونډه کې په حکومتي لوړپوړو چارواکو توندې نیوکې وکړي او هغوی یې د داعشي پروژې په تمویل، تجهیز او د پاکستان له استخباراتي ادارې سره په لاس لرلو تورن کړي دي.
د کندهار دخلکو استازي لالي حمیدزي وویل چې، د ملي امنیت رئیس په هیواد کې د داعش د پروژې مسؤل دی او ټول ورانکاري فعالیتونه هم د دوی په مټ ترسره کوي.
نوموړي زیاته کړه چې په سیاسي چارو کې د ولسمشر سلاکار اکرم خپلواک په مستقیم ډول د پاکستان له آی اس آی استخباراتي شبکې سره لاس لري او د ډیورنډ د تړون رسمي لاسلیک هم د نوموړي په لاس ترسره شوی دی.
پر همدې مهال د ولسې جرګې غړو د ملي امنیت څخه وغوښتل چې د جرګې د مرستیال همایون همایون پر کور او دفتر باندې د چاپې اچولو په اړه وضاحت ورکړي.

د ولسي جرګې غړي نادرخان کټوازي په دې اړه څرګنده کړه:«د ټولو استازو دنده ده چې د لویې څارنوالۍ له لارې څېړنه وکړي چې د ولسي جرګې د لومړي مرستیال کور ولې وپلټل شو؟ .»
د ولسي جرګې لومړي مرستیال همایون همایون تیره ورځ په یوه مکتوب کې چې رسنیو ته هم رسیدلی څرګنده کړې وه چې د ولسمشر له خوا له دې کبله په مرګ ګواښل شوی چې ولې یې د ملي امنیت پر ادارې تورونه لګولي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button