بغداد کې د داعش لخوا په یوه برید کې ګڼ شمیر خلکو ته مرګ ژوبله واوښته

عیني شاهدان او امنیتي سرچینې وايي چې لږ تر لږه ۱۳ کسان هغه مهال ووژل شول او  ۳۳ نور ټپیان شول چې د بغداد جنوب ختیځ ته په النهروان سیمه کې یو شمیر وسله والو چې د عراقي امنیتي ځواکونو یونیفورم یې په تن کړی و برید وکړ، دا برید د اسلامي دولت تنظیم لخوا پلان کړای شوی و.

په داسې حال کې  چې دا خبر چې د رویټرز د خبري آژانس لخوا د پیښې د قربانیانو په هکله خپور شوی دی د عراق د کورنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې نه دی تایید کړی خو سیمه ایزه رسنیو د دغه یرغل پر مهال د وژل شویو شمیر ۱۷ ښيئ، له بلې خوا د اسلامي دولت تنظیم اړوند خبري آژانس أعماق ویلي دي چې په برید کې یې د شیعه ګانو د قومي پاڅون چې ایران یې ملاتړ کوي ۳۵ کسان وژلي دي.

د تیرې دوشنبې په ورځ د دغه برید د تطبیقوونکو په اړه ضد او نقیض خبرونه خپاره شول چې د بغداد د عملیاتو د مشرتابه استازی ویلي دي چی برید دوه وسله والو ترسره کړی چې یوه یې په خپل ځان پورې تړلیو چاودیدونکو توکو ته چاودونه ورکړه او دوهم وسله وال د امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شو.

برسیره پر دې د فرانسې خبري آژانس د پولیسو د یوه قومندان له خولې ویلي دی چې ۵ ځان وژونکو د النهروان د سیمې په یوه سوادګریزه سیمه او ښار برید وکړ چې پولیسو د دوی له جملې نه ۳ تنه وژلي او ۲ نورو خپلو ځانونو ته چاودنه ورکړې.

بل خوا عیني شاهدانو ویلي دی چې برید ۴ وسله والو ترسره کړی چې ځینې یې په تیښته بریالي شوی او پولیسو یې پلټنه پیل کړې.

په دې وروستیو وختو کې د اسلامي دولت تنظیم د خپلو تبلیغاتي رسنیو له لوری د یاد برید مسؤلیت منلی دی.

دا برید وروسته له هغې ترسره شو چې اسلامي دولت تنظیم خپل ټول هغه ښارونه له لاسه ورکړل، چې د دوی تر ولکې لاندې وو او عراقي ځواکونو د سوریې پولو ته څېرمه د داعش د بقایاو د پاکولو لپاره په عملیاتو پیل کړی دی.

رویټرز خبري آژانس د عراقي امنیتي مسؤلینو له خولي ويلي چې مونږ دا تمه درلوده چې په عراق کې به د داعشیانو له ټکول کیدا او ختمیدا وروسته به حتما دغه ډول بریدونه ترسره کیږي.

عزیر اسدخیل

د الجزیرة نه په مننې

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button