نیکولسن : ننګرهار د داعشیانو دخلافت د پلازمینې په توګه ټاکل کیږي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۸ فرید افغان)

وروسته له هغه چې د ننګرهار په خوږیاڼو او یوشمیر نورو سیمو کې د داعشي ملیشو حملې زیاتې شوې او زرګونه ولسي وګړي اړ شول تر څو خپلې سیمې پریږدي، تازه په افغانستان کې د ناټوځواکونو عمومي قوماندان د دې ډلې راتلونکی بیان کړی دی.
جنرال نیکولسن ویلي چې داعش ډله په سراسر افغانستان کې د خپلو مرکزونو په پیاوړي کولو بوخته ده او ښایي په لنډه موده کې د ننګرهار ولایت د خپل خلافت د پایتخت په توګه اعلان کړي.
که څه هم د داعش د تمویل تورونه په امریکا او یوشمیر سیمیزو استخباراتي کړیو باندې اوس د یقین تر حده رسیدلي خو نیکولسن ژمنه کړې چې د دې ډلې پرضد به عملیات تر سره کوي.

د نیکولسن په خبره، داعش ډله هڅه کوي ترڅو د ننګرهار ولایت په ټولیز ډول تر خپلې واکمنۍ لاندې راولي او د جلال آباد ښار د خپل پایتخت په توګه اعلان کړي.
یو شمیر شنونکي د نیکولسن خبرې خطرناکې ارزوي او زیاتوي چې داعش ډله که څه هم په تبلیغاتو کې خورا مخکښه ده، خو تر اوسه یې په دې هکله څه نه دي ویلي او ښایي نیکولسن یې د مرستیال جهت په توګه څرګندونې کړې وي.
د یادونې وړ ده چې په ننګرهار کې کې اوس هم د داعشي ملیشو او طالبانو ترمنځ خونړۍ نښتې روانې دي، د سیمې خلک وایي چې په رڼا ورځ یې امریکایي طیارې لیدلې چې د دې ډلې اکمالات کوي، ولایتي شورا وایي چې حکومت د داعشیانو سره کامله همغږي لري او د طالبانو پرضد یې د سیمیزو اربکي ملیشو په توګه کاروي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د ولسي جرګې ځینو وکیلانو تور ولګاو چې د افغانستان د ملي امنیت شورا د داعش د تمویل او تجهیز دنده پر غاړه لري او معصوم ستانکزی د دې ډلې مشري ترسره کوي.
باید وویل شي چې تیره ورځ د عراق ‹‹حشد شعبي›› ډلې مشرانو ویلي و چې د دوی د معلوماتو ترمخه د داعش ډلې مشر د امریکایانو سره دی او له هغه څخه د یوه ابزار په توګه کار اخلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button