شمالي کوريا تر ټولو لوړ واټن ويشتونکی توغندی ازمايلی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، ليندۍ ۸) د ملګرو ملتونو امنيت شورا او د امريکا متحده ايالاتو د بنديزونو سربيره شمالي کوريا يو ځل بيا تر ټولو د لوړ واټن ويشتونکی توغندی ازمايلي دی.
پنټاګان د شمالي کوريا د نوي توغندي ازمايل تاييد کړي وياند يې ډګروال روب مانينګ ويلي، د پيونګ يانګ له لوري د نوي توغندي ازموينې په اړه يې ولسمشر ټرمپ ته معلومات ورکړي او په اړه يې نورې پلټنې روانې دي.
د امريکا د دفاع وزارت يا پنټاګان وايي، دغې توغندي تر ټولو ازمويل شويو توغنديو په لوړه ارتفاع مزل کړی او د زر کيلو متره په واټن کې لوېدلی دی.
شمالي کوريا ويلي، د هواسونګ ۱۵ په نامه توغدي ازموينه يې بريالۍ ده، زياتوي په ۵۰ منټه کې ۴۵۰۰ کيلومتره ارتفاع ته رسېدلی چې امريکا په نښه کولی او ويشتلی شي.
د دغه هېواد خبري سرچينې وايي، د نوي توغندي ازموينه په مستقيم ډول د ولسمشر کيم جونګ اون په امر ترسره شوې ده.
دغه راز د جنوبي کوريا خبري اژانس يونهاب د دغه هېواد د چارواکو له قوله ليکلي، شمالي کوريا وروسته له ۷۵ ورځو د توغندي ازموينه ترسره کړې، په وينا يې چې دغه توغندی د پيونګ يانګ په سواحلو کې لوېدلی دی.
شمالي کوريا تر دې مخکې ويلي و، په داسې توغندي جوړولو يې کار پيل کړی چې اتومي سرګلولې انتقال او امريکا ته ورسېدلی شي.
په وروستيو کې د شمالي کوريا له لوري د اتومي سرګلولو جوړولو او دوامداره توغنديزو ازموينو د امریکا غوسه راوپاروله او په دغه هېواد يې يو لړ بنديزونه ولګول.
امريکا يوه اوونۍ مخکې شمالي کوريا د ترهګرو هېوادونو په نوملړ کې شامله کړه او پر دغه هېواد يې د نويو بنديزونو اعلان وکړ.



