کرکټ: د افغانستان او متحده اماراتو تر منځ لوبه پيل شوه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، ليندۍ ۸) د افغانستان او متحده عربي اماراتو تر منځ د انټرکانټينټل کپ څلور ورځنۍ سيالۍ د افغانستان پر وخت نن سهار لس بجې پيل شوه.

دغه سيالۍ متحده عربي اماراتو کې د ابوظبۍ په شيخ زاهد لوبغالي کې ترسره کېږي.

د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د لوبې پچه متحده عربي امارتو وګټله او لومړی يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

پرون د کرکټ نړيوالې شورا په يوه خبرپاڼه کې وویل، چې دغه سيالۍ به د دوی د رسمي ويبپاڼې (Icc-cricket.com) له لارې په ژوندۍ بڼه ښودل کېږي.

افغانستان د انټرکانټېنېټل کپ سياليو په جدول کې د ۱۰۱ نومرو په دردلو سره تراوسه لومړى ځاى لري.

افغانستان د دغه کپ سياليو په ليست کې د ۱۰۱ نومرو په دردلو سره لومړى ځاى لري او که لوبه وګټي يا مساوې هم شي نو افغانستان د انټرکانټينټل کپ په خپل نوم کولی شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button