ننګرهار او بې سرپرسته ولس

جواد څارګر

روانو حالاتو د افغانانو ذهنونه دومره مغشوش کړي چې هیڅ نه پوهېږي څه وکړي.
پښتانه په قبیلوي غیرت، او دقبیلوي مشرانو له لورې په رغنده پرېکړو شهرت لري، او کله چې کومه قبیله دمشکلاتو او یا ددښمن له ګواښ سره مخ شوې؛ قبیلوي مشرانو عاجل اقدام، او غوڅه پرېکړه کړې.

امریکایان دپښتنو له دغه قوت اګاه ول، ځکه یې د اشغال په پیل کې پښتنو مشرانو ته دام کېښود، چې له بده مرغه دډالرو لالچ زموږ ځینې مشران په دغه دام کې ګېر کړه.

اشغالګرو امریکایانو فکر کاوه چې که چېرې دپښتنو قبیلوي مشران په خپل واک کې واخلي، قومونه به خاموش او مقاومت به له منځه ولاړ شي، خو هغسې ونه شول؛ مجاهدینو لومړی همدغه زر خرید مشران، چې د اشغال خلاف دجهاد مخه یې نیوله په نښه، او له منځه یوړل.

اوسمهال چې دننګرهار دوه ستر، او غیرتي قومونه دداعش تر مستقیم ګواښ لاندې دي، او کابو ټول وګړي یې له خپلو مېنو کوچېدلي دي؛ اوس داسې کوم مشر نه تر سترګو کې چې بې طرفه وي، او ددې سترو قومونو په نمائندګۍ غږ پورته کړي، او له طالب، یا حکومت سره ددوی دسرنوشت پر اړه رغنده خبرې وکړي.

طالب له دوی غواړي چې ددښمن پر ضد اوږه پر اوږه ورسره ودرېږي، او حکومت غواړي لومړی دغو ولسونو ته دطالب سره ددرېدلو سزا ورکړي، او دسبا لپاره یې دطالب ضد جګړې په پار، په پوستو کې واچوي.
دپچیر او شینوارو ولس دغه سزا وګالله او اوس وار دوزیرو، زاوې، بهارونو، او شېرزادو د ولسونو دی.

اصل مقصد ته راګرځم؛ دا ولسونه ځکه درنې سزاوې ګالي چې، ریښتیني مشران نه لري، مازې یو څو داسې ګېډوَر، او معده پال مشران ورپاتې دي چې تل په غوَړه مائده پسې ګرځېدلي، او دغیر او اغیار سره یې دخپلو ولسونو پر سر سوداوې رواني کړي دي.
دوی که چېرې رښتیا د ولسونو مشران وای؛ له حکومته به یې په زغرده غوښتی وای چې تاته به ستا دواک ساحه پراخو‌َل مهم وي، مګر موږ ته خپل ولسونه مهم دي، ولې یې په پروژه یې داعش داړئ؟!

اوس چې دننګرهار غیور، مجاهد، او متدین ولسونه، له رښتینو قومي مشرانو محروم دي، دخلاصون بله لاره نه لري، دوی ته په کار ده خپل حقیقي څښتن خدای عزوجل ته رجوع وکړي، د اسلامي نظام ترڅنګ، اوږه پر اوږه ودرېږي او دحي علی الجهاد ږغ پورته کړي، تر دې هاخوا بله هیڅ دخلاصون لاره نه لري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button