روزګان کې چاودنه کې اووه ماشومان ټپيان شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، ليندۍ ۸) د روزګان ولايت په چوره ولسوالۍ کې د يوې چاودنې له کبله اووه ماشومان ټپيان شوي دي.

د ټپي شويو ماشومانو خپلوان وايي، دغو ماشومانو په سيمه کې د هاوان زړه مرمۍ پيدا کړې وه او لوبې يې پرې کولې، چې پرمهال يې چاودلې او هغوی يې ټپيان کړي دي.

د روزګان د ولايتي شوار  غړي حيات الله فضلي ويلي، په دغه چاودنه کې اووه ماشومان ټپيان شوي دي.

د ترينکوټ د ولايتي روغتون مسئولين وايي، د پېښې له ځای څخه دوه ټپي ماشومان ورړول شوي، چې روغتيايي وضعيت يې ښه نه دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button