(ننګرهار کې حکومت د داعش ملاتړ کوي)

راپورتاژ: منصور غروال —– د ننګرهار ولايت اوسېدونکي، د ولايتي شورا غړي او وسله وال طالبان وايي، په دغه ولايت کې حکومت د داعش وسله والو ملاتړ او مرسته کوي.

د خوږياڼو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د داعش ډلې پرمختګ ته حکومت لاره هواروي، په وينا يې د هغوی پر خلاف پريکنده عمليات نه کوي.

د جګړو له کبله د خوږياڼو ولسوالۍ د وزيرو سيمې څخه چمتلې ته کډه شوي يو تن کډوال نصيراحمد کابل ټکی کام ته وويل، له وړمې ورځې ماذيګر راهيسې سيمه ييزو طالبانو د داعش جګړه مارانو پر ضد عمليات پيل کړل او ډېر پرمختګ يې وکړ، د وزيرو زياته سيمه يې ونيوله، خو په وينا يې دولتي ځواکونه او بمبارکوونکې الوتکې راغلې او په طالبانو يې بريدونه پيل کړل.

نوموړی وايي،  په لومړي سر کې چې داعش وسله والو په کليو بريدونه پيل کړل، حکومت يې پرضد هيڅ اقدام ونکړ او يو شمير کلي يې لاندې کړل.

زياتوي، کله چې طالبانو د هغوی پرضد جګړه پيل کړه او د وزيرو سيمې ډيری کلي يې بېرته له داعشيانو ونيول، دولتي ځواکونه د بمبار کوونکو الوتکو سره راورسېدل او طالبان يې کلابند کړل او په هغوی يې بريدونه وکړل.

په عين حال کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قومندان ډګر جنرال محمد زمان وزيري په خوږياڼو ولسوالۍ کې د طالبانو پرضد د عملياتو د پيلولو خبر ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې درې ورځې وړاندې د ننګرهار ولايتي شورا ادعا کړې وه، چې په ننګرهار کې حکومت د داعش وسله والو ملاتړ او مرسته کوي.

د دغه ولايت د ولايتي شورا ءئيس احمدعلي اريانا نيوز ته ويلي و، د طالبانو او داعش وسله والو تر منځ د جګړو پر مهال يواځې په طالبانو هوايي بریدونه کېږي.

تر دې مخکې په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي ظاهر قدير هم ورته څرګندونې کړې وې او داعش يې د حکومت، امريکا او پاکستان ګډه پروژه بللې وه او په وينا يې دی يې په اړه کره اسناد هم لري.

له بله پله طالبانو ويلي (په ننګرهار کې د کابل ادارې عسکر او د امریکا هوایې ځواک له داعش څخه ملاتړ کوي).

وياند يې ذبيح الله مجاهد کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې د دوی ځواکونو د داعش وسله والو پرضد عمليات پيل کړل او د لاپرمختګ په حال کې وه، زياتوي: (داعشي اختطافګر په تېښته وو چې د کابل ادارې عسکرو، پولیسو، اربکیانو او د امریکا هوایې ځواک سیمې ته ځانونه را ورسول او په مجاهدینو باندې يې د شا لخوا بریدونه  پیل کړل).

په خبره يې، د دولتي ځواکونو دغه کړنه د دې لامل شوه چې دوی بېرته تر خپل واک لاندې سيمو ته وګرځي.

طالبان وايي، دا لومړی ځل نه دی چې د حکومت له لوري دغه ډول چاره ترسره کېږي، په وينا يې تر دې وړاندې هم چې کله داعش وسله وال له بشپړې ماتې سره مخ کړي د کابل ادارې هوايي ځواک او عسکرو په طالبانو بريدونه پيل کړي دي.

نږدې يوه اوونۍ کېږي، په خوږياڼو کې ولسي خلک او طالبان له داعش وسله والو سره په ګډه په جګړه بوخت دي.

د ننګرهار له خوږياڼو او شېرزادو ولسواليو زرګونه کورنيو د داعش د ظلمونو له ويرې خپلې مينې پرېښې او د دغه ولايت نورو سيمو ته کډه شوي، چې اوس په ډېر بد حالت کې دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button