د هرات د ولایتي شورا غړی او ۴ نور کسان اعدام شول

د هرات د ولایتي شورا غړی، محمد عسکر انوري، او څلور نور کسان نن سهار په پلچرخي کې اعدام شول.
د کورنیو چارو وزارت وايي: دغه کسان، چې د درې واړو محکمو له لوري په اعدام محکوم شوي وو، نن چهارشنبه د ولسمشر له توشیح وروسته اعدام شول.
عسکر انوري د اختطاف او قتل په تور په درې ګونو محکمو کې په اعدام محکوم شوی و او نن سهار د کابل په پلچرخي زندان کې په دار شو.
اعدام شوي کسان د هرات د ولایتي شورا غړی محمد عسکر انوري، او په هرات کې د اختطافیانو د ډلې زلمی، عبدالظاهر، فایق او تیمور شاه نومېږي.
عسکر انوري تېر کال د محمد شاه ایماق د تښتولو په تور پولیسو ونیو او وروسته محکمې نوموړی په اعدام محکوم کړ. څلور نور کسان د محمد شاه په نوم د یوه خصوصي شرکت د مرستیال په وژلو تورن و.


