نیکولسن: افغان عسکر د نړیوال امنیت لپاره ګمارل شوي دي

(ګابل ټکی کام ۱۳۹۶ لړم ۱۰ فرید افغان)
په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال نیکولسن ویلي چې افغان عسکر د نړیوال د امنیت د خوندیتابه لپاره ګمارل شوي دي .
نوموړي چې په لوګر کې د پولیسو یوې غونډې ته وینا کوله وویل چې؛ افغان عسکر یواځې د افغان ولس د امنیت ساتنې لپاره نه دي، بلکې دوی د نړیوالو د امنیت ساتنې اجیر عسکر دي .
باید وویل شي چې تر دې وړاندې افغان ولسمشر اشرف غني هم ورته څرګندونې کړې وې او افغان ځواکونه یې د نړیوال امنیت د خوندیتابه پوځ بللی و.
نیکولسن زیاته کړه چې؛ افغان ملت د سولې تږی دی او دوی غواړي د جګړو په غځولو او د افغان ځواکونو په لاپیاوړي کولو سره مخالفین وځپي او سوله راولي.
نیکولسن وویل چې په جګړیزو ماموریتونو کې کې د تیر په څیر له افغان عسکرو سره اوږه په اوږه ملتیا کوي او ځواکونه یېد ټولو جګړیزو ماموریتونو قومانده پرغاړه لري.
ځینې شنونکي وایي چې امریکا غواړي د خپلو رقیبو هیوادونو پرضد د خپلو اهدافو لپاره افغان ځواکونه د سپر په توګه وکاروي


