په انساني تاریخ تهذیب او تمدن د بعثت نبوي اثرات او احسانات – دوهمه برخه

ریښتنی فکر
لکه مخکې چې مو وویل عرب حنفاء وو ځکه دوی د حضرت ابراهیم ع د راوړل شوي حنیف دین اولاد وو د اجدادو او نیکونو اثرات ورپکې موجود وو. په همدې وجه یې د حق ریښتنی دین تلاش او جستجو کوله. کله به یهودي کله به نصراني شول تر څو ریښتنی اوحقیقي دین پیدا کړي.
حضرت سلمان فارسی رض د ریښتني دین د پیدا کېدو په موخه له ایران څخه وشام ته ولاړ عیسائیت یې غوره کړ په لاره کې یې غلامی هم قبوله کړه
تیجه”
هغه څوک راغی چې له مودو ورته انتظار کیدو
هغه څوک راغی چې د هغه بشارت موسی اوعیسی علیهماالسلام کړی وو
هغه څوک راغی چې غوښتنه یې ابراهیم خلیل الله کړې وه
بعثت نبوی ﷺ په داسې وخت کې وشول چې ټوله دنیا بت پرستي، جهالت،وحشت،تورتم نیولې وه
د بت پرستي دا حال وو چې د کتغ او دېګ لپاره به یې د ډبرو چوله جوړه کړه او کار به یې ورڅخه واخیست
کله چې به کتغ او دیګي خلاص شول بیا به یې د همدې تورو ډبرو عبادت شرو کړ
په داسې حالاتو کې محسن اعظم سیدالعرب والعجم محمد مصطفیﷺ تشریف راووړ
لومړنۍ وحیه په اقرار سره شرو شوه
چښتن حکم وکړ
ووایه!
د هغه رب په نامه چې ټول مخلوقات یې بنځولي دي هغه ذات چې د قلم په ذریعه یې انسان د علم پوهي اګاهي ورکړه
چې تر هغه نه مخکې انسان نه ورباندې پوهیدو
د علم او تعلیم سلسله له همدې ځای نه پیل شوه تر بعثت محمدی نه مخکې د لیکلو او ویلو څښتنان د ګوتو په شمار وو
نو څه وشو؟
دبدر د بندیانو فدیه وضعه شوه چې هر قیدي به د مسلمانانو لس بچو او زامنو ته لیکل ښودل یا ښوونه روزنه ورکوي
څلوېښت صحابه کرام رض د وحیي کاتبین مقرر شول
په صفه کې یو ستر علمي پوهنتون جوړ شو چې په دنیا کې لومړنۍ ستر غټ علمي مرکز وو
چې د هغه یو روزل شوی حضرت ابوهریرة رض وو چې کم او زیات نیمایي صدي د رسول الله ﷺ و حدیثو تعلیم تربیه او
د نبوی پیغاماتو د نشر اشاعت ته وقف کړی وو
درسول الله ص تر هجرت و مدینې منورې ته مخکې لا په مدینه منوره کې د حضرت مصعب بن عمیر رض په خلوص اوسعيي جمیلي سره ترکال نه په کم وخت کې د مدینې وه هر کور ته د اسلام دعوت ورسېدو
د بیعت عقبه اولی اوبیعت عقبه ثانیه په نتیجه کې د رسول الله سیادت، قیادت، په مدینه منوره کې تر هجرت نه مخکې قائم وو نوربیا
رسول کریم ﷺ تر یو لکو څخه د زیاتو صحابه کرامو یوه ټولنه یا جماعت تیار کړ
چې په انساني تاریخ کې تر دې نه مخکې نه چا جوړه کړې او نه به ورسته تر سترګو شي چې د داسې پوره کمالاتو او جامع صفاتو څښتن وي
د هغه وخت د ایران یو ستر جنرال د دې ټولنې په ارتباط څه ښه ویلي وو( رهبان باللیل وفرسان باالنهار)
ژباړه”
د شپې راهبین عبادت کوونکي د ورځې اسان سپاره غزا کونکي
د اصحاب کرامو جماعت د دنیا هرکونج او څنډې ته ځانونه ورسول او د خپلې دیني اخلاقي تهذیبي اثراتو د مرتب کېدو په موخه هر ډول فداکارۍ ورکړه
د دنیا داسې زاویه نه مومي چې اسلامي فکر او عقیدې دي د قومونو ملتنو تقدیر نه وي بدل کړی
مسلمانانو په اسپین کې ۷۰۰ کاله حکومت وکړ
د اسپانیې آبادۍ په یهودو او عیسویانو وه مسلمانانو هلته ستر علمي مرکزونه تأسیس کړل
په اشبیلیه او قرطبیه کې سترې جامعې جوړې کړې چې استاذان به یې مسلمان او شاکردان به یې یهود او نصاری وو
هلته جلیل القدره علما موجود وو چې یهود او نصاری وو ته به یې د اسلام درس ورکاوو لکه
علامه ابن حزم رح،
علامه ابن خلدون رح،
د امام مالک رح کتاب ( المدونه) په اندلس کې ستر قانوني حیثیث درلود
اوپه ورځني کارنو کې د مکمل قانون په ډول ورڅخه کار اخیستل کیدو
په زرهاوو داسې واقعي تاریخ ساتلي چې طالب علمانو به خپله علاقه ټبر پرېښود د دین د اشاعت لپاره به یې نورو ملکو ته سفرونه کول
او دا هم د اندلس د علماوو فیض برکت وو چې مغرب کې د تحریک احیاء علوم بنیاد کېښود
دا هم د اندلس د علماوو جدوجهد او فیض وو چې د لسمې صدۍ اخیر کې یو عیسایي پادري د علم له حصول نه ورسته فرانس ته درومي او هلته د مدرسې عرب په نوم یې مرکزونه قائم کړل
اندلس په خپل وخت کې یو داسې شمعه وګرځېدله چې د نړۍ هرې زاویې ته یې روښنایي اوفیض ورسېده
نتیجه دا شوه
چې په کثرت او فراخي د علم دین سره د دنیا مذاهبو بلکې بني نوعه د انسان ته دامنکشف اوڅرګنده شوه چې که په دنیا کې حق دین وو هغه به د محمدﷺراوړل شوی دین (اسلام) وي
خپله د اسلام مقدس دین کې دومره کشش جذبیت اوجلبیت ده که څوک د خپل مذهب پرېښودل کوي هغه ته بله لار نشته ضرور به اسلام قبلوي
کله چې رسولکریمﷺ هجرت وروکړ په مدینةالرسول یا مدینه منوره سره مسمی ونومول شوه
د رسول الله په ورتلو سره ماشومانو او ځوانانو د رسول الله ﷺدروند استقبال اوﷺپه مینه یې ورته لاندې اشعار ذم ذمه کول
“طلع البدرعلینا من ثنیات الوداع
وجب الشکر علینا مادعا الله داع “
په مدینه منوره کې د انصارو دوې قبیلې وې؟اوس،او خزرج،
او د یهودو درې قبیلې وې رسول اللهﷺ له دوی ټولونه میثاق مرتب کړل چې د میثاق مدینه په نوم سره متعارف او وروپېژندل شو
په دنیا کې لومړنۍ تحریري لیکل شوی دستور قانون وو
چې د حکومت او ریاست جوړولو کې معاهده وه
حقیقت دا ده چې لومړنۍ تصور او معاهده وه چې رسول الله ﷺ بیې نیاد کېښودلو سره عملي جامه هم ور واغوستله شوه او په مدینه باندې یو ریاست قائم چې په شپږمه ۶صدۍ کې یې په دنیا کې بل نظیر نه وو او د دنیا داسې کونج نه وو چې هلته د ې اسلامي تهذیب نه وي رسېدلی او د اقوامو او ملتونو تقدیر یې نه وي بد کړی
رسول کریم ﷺ تر یو لکو څخه د زیاتو صحابه کرامو یوه ټولنه یا جماعت تیار کړ
چې په انساني تاریخ کې تر دې نه مخکې نه چا جوړه کړې او نه به ورسته تر سترګو شي چې د داسې پوره کمالاتو او جامع صفاتو څښتن وي
د هغه وخت د ایران یو ستر جنرال د دې ټولنې په ارتباط څه ښه ویلي وو( رهبان باللیل وفرسان باالنهار)
ژباړه”
د شپې راهبین عبادت کوونکي د ورځې اسان سپاره غزا کونکي
د اصحاب کرامو جماعت د دنیا هرکونج او څنډې ته ځانونه ورسول او د خپلې دیني اخلاقي تهذیبي اثراتو د مرتب کېدو په موخه هر ډول فداکارۍ ورکړه
د دنیا داسې زاویه نه مومي چې اسلامي فکر او عقیدې دي د قومونو ملتنو تقدیر نه وي بدل کړی
مسلمانانو په اسپین کې ۷۰۰ کاله حکومت وکړ
د اسپانیې آبادۍ په یهودو او عیسویانو وه مسلمانانو هلته ستر علمي مرکزونه تأسیس کړل
په اشبیلیه او قرطبیه کې سترې جامعې جوړې کړې چې استاذان به یې مسلمان او شاکردان به یې یهود او نصاری وو
هلته جلیل القدره علما موجود وو چې یهود او نصاری وو ته به یې د اسلام درس ورکاوو لکه
علامه ابن حزم رح،
علامه ابن خلدون رح،
د امام مالک رح کتاب ( المدونه) په اندلس کې ستر قانوني حیثیث درلود
اوپه ورځني کارنو کې د مکمل قانون په ډول ورڅخه کار اخیستل کیدو
په زرهاوو داسې واقعي تاریخ ساتلي چې طالب علمانو به خپله علاقه ټبر پرېښود د دین د اشاعت لپاره به یې نورو ملکو ته سفرونه کول
او دا هم د اندلس د علماوو فیض برکت وو چې مغرب کې د تحریک احیاء علوم بنیاد کېښود
دا هم د اندلس د علماوو جدوجهد او فیض وو چې د لسمې صدۍ اخیر کې یو عیسایي پادري د علم له حصول نه ورسته فرانس ته درومي او هلته د مدرسې عرب په نوم یې مرکزونه قائم کړل
اندلس په خپل وخت کې یو داسې شمعه وګرځېدله چې د نړۍ هرې زاویې ته یې روښنایي اوفیض ورسېده
نتیجه دا شوه
چې په کثرت او فراخي د علم دین سره د دنیا مذاهبو بلکې بني نوعه د انسان ته دامنکشف اوڅرګنده شوه چې که په دنیا کې حق دین وو هغه به د محمدﷺراوړل شوی دین (اسلام) وي
خپله د اسلام مقدس دین کې دومره کشش جذبیت اوجلبیت ده که څوک د خپل مذهب پرېښودل کوي هغه ته بله لار نشته ضرور به اسلام قبلوي
و ماعلینـــــــاالالبلاغ المبـــــــــین
ددعامحتاج ورورموریښتنــــــــــــی فکر



