افغان ترجمان له ۲ کلونو تیرولو وروسته د بریتانیا څخه شړل کیږي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۱۳ فرید افغان)

که څه هم بهرني ځواکونه خپلو افغان ژباړونکو ته چې ژوند یې له ګواښ سره مخ دی ژمنې ورکوي چې د خپلو هیوادونو ویزې به ورکوي خو بهر ته تللي یو شمیر افغان ترجمانانو ته اوس هلته مختلف مشکلات جوړ شوي دي.
بریتانوۍ ورځپاڼه انډیپنډنټ لیکي چې په دې هیواد کې یو افغان ژباړن له ۲ کالونو راهیسې اوسیږي، چې اوس د حکومت له خوا مجبور شوی دی تر څو دا هیواد پریږدي.
ورځپاڼې د دې ژباړن نوم حفیظ الله حسن خیل ښوودلی چې ۲۶ کاله عمر لري.
د نوموړي د پناه اخیستلو غوښتنلیک سږکال د جون په میاشت کې رد شو، او تر دې وروسته د استیناف محکمې هم نوموړی ونه مانه.
ورځپاڼه زیاتوي، حسن خیل د بیاځل پناه غوښتنې په خاطر د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت ته ورغلی و چې د پولیسو له خوا ونیول شو او اوس په دې هیواد کې خپلې وروستۍ شیبې د انګلیسي پولیسو په اسارت کې تیروي.
د ورځپاڼې په خبره، نوموړی به په راتلونکو څو ورځو کې له بریتانیا څخه وشړل شي.
انډیپنډنت د حسن خیل په هکله ویلي چې نوموړي دوه کاله له بریتانوي پوځیانو سره د ترجمان په توګه کار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تیر کال هم د جاوید هوتک په نامه یو افغان ژباړن ته د بریتانیا حکومت پناه نه وه ورکړې.

د یادونې وړ ده چې څو میاشتې وړاندې امریکایي ورځپاڼې لاس انجلس ټايمز د امريکايي چارواکو له خولې ليکلي و، چې افغانستان کې نژدې اته زره ژباړونکي اوس بې دندو په امنيتي ستونزو کې شپې ورځې تېروي، چې اوس بهرني سفارتونه هم ورته کوم ارزښت نه ورکوي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button