د امريکا د دفاع وزير جېمزمتېس نن پاکستان ځي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، لیندۍ ۱۳) ټاکل شوې د امریکا د دفاع وزير جېمز متېس نن د دوشنبې په ورځ په يو ورځني سفر پاکستان ته ولاړ شي.

د ورکړل شويو راپورونو پر بنسټ نوموړی به د هغه هېواد له لومړي وزير شاهدخاقان عباسي او د پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه سره په ځينو مسايلو خبرې وکړي.

تر اوسه د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د جېمزمېتس د ورتګ په اړه معلومات نه دي ورکړي.

د جنوبي اسيا او افغانستان لپاره د ټرمپ د نوې تګلارې له اعلان وروسته دا لومړی ځل دی چې د امریکا دفاع وزير پاکستان ته ځي.

د امريکا ولسمر ټرمپ او يو شمير نورو امريکايي چارواکو د نوې تګلارې له اعلان وروسته پر پاکستان تور پورې کړ، چې طالبانو او نورو ترهګرو ډلو ته يې په خپل هېواد کې ځای ورکړی او د هغوی ملاتړ کوي.

خو پاکستان دغه تورونه په وار وار رد کړي وايي، دوی د ترهګرۍ ضد جګړه کې له نورو هېوادونو زياته برخه اخيستې زياتوي چې د وسله والو پر ضد يې عمليات کړي او د هغوی مرکزونه په افغانستان کې دي.

د پاکستان د پوځ مشر او د بهرنيو چارو وزير د طالبانو د ملاتړ تورونه رد کړي او ويلي و، امریکا په افغانستان کې د خپلې ماتې پټولو لپاره پر پاکستان دغه ډول تورونه لګوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button