د یمن پخوانی ولسمشر علي عبدالله صالح ووژل شو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۱۳ فرید افغان)

عربي رسنیو د حوثي ملیشو د کلک ملاتړي او د یمن پخواني رهبر علي عبدالله صالح د وژلو خبر ورکړی دی.

د ‹‹العالم›› خبري اژانس ویلي چې د دې هیواد ولسمشر د مأرب ښارګوټي ته په تیښته و چې د برید لاندې راغی او ځای پرځای ووژل شو.
د ‹‹المیادین ›› خبري سرچینو هم د نوموړي په هستوګنځي د برید پخلی کړی او ویلي یې دي چې د نوموړي میشتن ځای په بشپړ ډول د مخالفینو تر تسلط لاندې راغلی دی.
د العربیة تلویزوني چینل هم د نوموړی وژل تائید کړي دی.

د ‹‹روسیاالیوم›› خبري سرچینې ویلي چې د نوموړي په کور کې د یوې درنې چاودنې غږ اوریدل شوی.
د یمني حزب د خلکو کنګرې بیا د نوموړی وژنه رد کړې ده خو نورو سرچینو بیا ویلي چې د نوموړي د وژلو خبر ریښتینی دی.
د صالح د وژلو خبر داسې مهال رسنیز کیږي چې تیره ورځ سعودي عربستان د لسګونو حوثي ملیشو د وژلو خبر ورکړی و.
یمن پخوانی ولسمشر علي عبدالله صالح ووژل شو

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button