جنوبي کوریا او امریکا لوی پوځي تمرینات پیل کړل

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۱۳ فرید افغان)
وروسته تر هغه چې شمالي کوریا خپل تر ټولو لوی بالیستیک توغندی و ازمایه د دې هیواد دوو سرسختو رقیبو هیوادونو جنوبي کوریا او امریکا ګډې پوځې مانورې پیل کړې .
که څه هم شمالي کوریا ګواښ کړی و چې دغه پوځي تمرینات به اتومي شخړې ته لار هواره کړي خو بیا هم دواړو هیوادونو خپل ۵ ورځني تمرینات پیل کړي دي.
په دې پوځې تمریناتو کې شاوخوا ۱۲ زره امریکایي ځواکونه ۲۳۰ پوځي الوتکي چې پکې څو امریکایي بم غورځونکي B-1B ډوله الوتکې هم شاملې دي ونډه لري.
پیونګ یانګ ویلي چې امریکا او جنوبي کوریا غواړي په دغو مانورونو کې پر شمالي کوریا باندې پوځي برید ته چمتوالی ونیسي هغه ادعا چې دواړه هیوادونه یې ردوي.
د یادونې وړ ده چې شمالي کوریا ادعا کړې چې نوی توغندی يې تر ټولو پياوړی دی چې د امریکا هره برخه په نښه کولی شي.
د امریکا په کانګرس کې د ډیموکراټ ګوند ویاند ویلي چې د ټرمپ اداره امریکایي عسکر په خطر کې اچوي.
امریکایي شنونکي وایي دغه جګړه به د سلګونو زرو کسانو ژوند واخلي .



